منیر اکرم: طالبان د داعش ډلې په له منځه وړلو کې اغېزمن نه دي ثابت شوي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې د طالبانو ډله د داعش په له منځه وړلو کې اغېزمنه نه ده ثابته شوې. هغه ویلي، چې طالبان د ډيورنډ کرښې هاخوا د تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅ بېلتون پاله ډلې په بریدونو کې ښکېل دي.

نوموړي په بلوچستان کې په یوه مساپر وړونکي اورګاډي د بلوڅ بېلتون پالو برید ته په اشارې سره وویل، د برید پر مهال بریدګر په افغانستان کې «له هغه ځایه چې د برید پلان او لارښوونه کېده» له خپلو 'مسوولینو' سره په دوامداره توګه په اړیکه وو.
هغه زیاته کړه: «اسناد لرو، چې دغه برید زموږ د اصلي دښمن له‌خوا د خپلو افغان نیابتي ډلو له لارې پیل او تمویل شوی و.»
نوموړي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په پراخه حضور هم اندېښنه ښودلې.

هغه خبرداری ورکړی، ترهګرې ډلې د افغانستان، سیمې او نړۍوالې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
هغه یو وار بیا ویلي: «د افغانستان خاوره باید د کوم هېواد د ګواښلو یا برید کولو، د ترهګریزو فعالیتونو پلانولو او تمویلولو، ترهګرو ته د پناه ورکولو او روزنې لپاره ونه کارول شي.»
نوموړي دارنګه په افغانستان د کې د یوناما ماموریت غځېدو ته مثبته رایه ورکړه.

خو دا هغه ادعاوې دي، چې طالبانو په وار، وار رد کړې دي او دا یې د پاکستان کورنۍ مسله یاده کړې.

داعش ډلې د افغانستان په پلازمېنه کابل او کندوز ولایت د دوو وروستیو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی وو.