‏د طالبانو مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو د تنخواوو د کمېدو په تړاو راپورونه رد کړل

‏ د طالبانو مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو د تنخواوو د کمېدو په تړاو راپورونه رد کړل. دغه وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، له تېرو څو ورځو راهيسې د کارکوونکو د تنخواوو کمېدو په تړاو کوم نوملړونه چې خپرېږي؛ هغه ناسم دي.

خو افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي سندونه ښيي، چې د طالبانو حکومت د لوړپوړو چارواکو په ګډون د خپلو کارکوونکو تنخواوې کمې کړې دي.

د سندونو له مخې؛ د طالبانو د تنخواوو دغه کمښت د نوي کال له پیله عملي کېږي، چې پکې د د دغې ډلې د رییس الوزرا تنخوا پنځوس زره افغانۍ کمېدو سره له یو لک ۹۸ زرو څخه یو لک ۴۸ زرو افغانیو ته راټیټه شوې ده.

دغه نوملړ دا هم ښيي، چې د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیالانو تنخوا له یو لک او ۸۳ زرو افغانیو څخه یو لک او ۳۵ زرو افغانیو ته کمه شوې ده.

د دغه نوملړ پر بنسټ، د طالبانو د اداري کارکوونکو تنخواوې له شاوخوا ۵۰ زره افغانیو ۱۳ زره افغانیو ته راټیټې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې مالیې وزارت کې سرچینو هم افغانستان انټرنشنل ته دغه نوملړونه تایید کړي؛ خو د تنخواوو د کمښت لامل لا روښانه نه دی.

خو د طالبانو د مالیې وزارت په یادښت کې راغلي، چې دوی نه یوازې دا چې دغه نوملړونه او اوازې ردوي؛ بلکې خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د ادارو تنخوا به په دې اوونۍ کې اجرا شي.