د تورخم جرګې افغان لوری وايي تر اوسه طالبانو پر تاسیساتو کار بندول نه دي منلي
د تورخم دروازې د پرانیستو لپاره د جرګې د افغان لوري ځینې غړي وايي، طالبانو تر دې دمه د پاکستان شرط نه دی منلی، چې دوی به د اختر تر ۱۵مې د تاسیساتو له جوړولو ډډه کوي. د تورخم دروازې جرګې د پښتونخوا غړو له طالبانو غوښتي و، چې د لارې پرانیستو لپاره پر نویو تاسیساتو کار بند کړي.
د تورخم دروازې د خلاصون جرګې افغان لوري یو شمېر غړو نن سې شنبه «د کب ۲۸مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو ته یې د پاکستان د جرګې شرطونه وړاندې کړي خو تر اوسه پر ډیورنډ کرښه د تاسیساتو د نه جوړولو شرط طالبانو نه دی منلی.
د جرګې یو غړی وايي، « د طالبانو والي یوازې دومره وویل چې دوی له خپلو مشرانو سره خبرې کوي او دوی ته به احوال ورکړي خو پر پوستو د کار بندولو پرېکړې په اړه د طالبانو ځايي مشران توافق سره نه لري.»
بل خوا طالبانو ته نژدې رسنۍ حریت راډیو د طالبانو د چارواکو په حواله لیکلي، چې د تورخم د خلاصون لپاره د پاکستان یو اساسي شرط دادی چې باید په ډیورنډ کرښه دې غاړې ته د نظامي تاسیساتو جوړول ودرېږي خو طالبان دا شرط د ملي او نړېوالو اصولو خلاف او د افغانستان په خاوره کې لاسوهنه بولي.
په همدې حال کې د تورخم دروازې د خلاصون جرګې پاکستاني لوري مشر سید جواد کاظمي نن افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی د جرګې افغان لوري سره خبرې شوې او هغوی ورته ویلي چې باید په تمه اوسي.
سید جواد کاظمي وايي چې له دویمې جرګې ۲۸ ساعته تېریږي خو تر اوسه نه طالبانو او نه هم د جرګې غړو په دې اړه دوی ته څه ویلي.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د پاکستان د شرطونو په اړه څه نه دي ویلي.
د تورخم دروازه له تېرو ۲۵ ورځو راهيسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده، چې دواړو غاړو ته یې مساپر او سوداګر له جدي ستونزو او سترو مالي زیانونو سره مخ کړي دي.
پاکستاني چارواکو د طالبانو لهخوا د پوستو او تاسیساتو د جوړولو له امله دغه لار تړلې ده.
د دغې لارې له تړل کېدو وروسته د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ په پرله پسې ډول نښتې شوې دي، چې دواړو لوريو ته د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي دي.