طالبان: په تېرې سلواغې میاشت کې د افغانستان په صادراتو او وارداتو کې کموالی راغلی

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغې ډلې د احصایې او معلوماتو ادارې له حوالې خبر ورکړی، چې د روان کال په سلواغې میاشت کې د افغانستان په وارداتو کې ۲۱ مېلیونه ډالر او په صادراتو کې بیا د ۱۸ مېلیون ډالرو په ارزښت کموالی راغلی دی.

د راپور له مخې، د افغانستان واردات په سلواغې میاشت کې د ۲۱ مېلیونه ډالرو په کمښت یو زر او ۷۶.۱ مېلیون ډالرو ته راکښته شوي دي.

یادې ادارې دا هم ویلي چې، د افغانستان صادرات هم د ۱۸ مېلیونه ډالرو په کمښت ۱۴۴.۲ مېلیونو ته راټيټ شوي دي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې په وینا، د افغانستان ډېری واردات له ایران، چین او پاکستان څخه کېږي.

همداراز افغانستان خپل صادرات بیا د هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو بازارونه ته وړاندې کوي.

دې معلوماتو ته په پام سره، د افغانستان د سوداګرۍ په جوړښت کې دغه درې هېوادونه ځانګړي شریکان ګڼل کېږي.

یاده اداره وایي، چې په دغو شمېرو کې د برېښنا د وارداتو احصایه نه ده شامل او یوازې مستقیم او نوي صادرات، همداشان محصولي او غیر محصولي واردات شامل دي.

خو وړمه ورځ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې په روان مالي کال کې یې د هېواد د درېیو هوايي ډګرونو له لارې د ۲۹۲ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات او واردات کړي دي.

د دغه وزارت په وینا، تېر کال د صادراتو او وارداتو کچه ۲۹۰ مېلیون ډالره وه.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، له دغو درېیو کابل، کندهار او بلخ هوایي ډګرونو له لارې د ۱۲۵ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات او ۱۶۷ مېلیون ډالرو په ارزښت ورادات شوي دي.