د هند د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو په تړاو د لویدیز پر سیاستونو نیوکې وکړې

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر د ۲۰۲۵ کال په «رایزېنا ډیالوګ» کې د لویدیز پر دوه ګونو معیارونو نیوکې وکړې او ویې ویل طالب مشران چې د دوحې او اوسلو په غونډو کې یې هرکلی وشو، اوس د افغانستان د خراب وضعیت له امله بېرته ګوته ورته نیول کیږي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر چې د ۲۰۲۵ کال په «رایزېنا ډیالوګ» کې یې خبرې کولې د لویدیز پر دوه ګونو سیاستونو نیوکې وکړې.

شنکر د طالبانو او تحریرالشام ډلو ترمنځ د غیر مستقیمې پرتلنې په ترڅ کې وویل، چې پروني بنسټپالي د نېکټايي او درېشۍ په اغوستلو ښه بلل کیږي، خو هغه خلک چې دوی په دوحه او اوسلو کې ورسره خبرو ته ناست وو، نن چې ددوی لپاره مناسب نه دي، ښه کارونه نه کوي.

جې شنکر وویل، « افغانستان در واخلئ، نو همغه افغانستان، همغه منزوي طالبان چې د دوحې په پروسه کې یې هرکلی وشو او د اوسلو په پروسه کې ښه راغلاست ورته وویل شول، ظاهرا، هغه وخت خلک ورسره موافق وو. نن موږ بیا بېرته شاته ګرځو او وایو چې طالبان دا ټول ښه کارونه نه کوي. اوس که هغوی دا ټول کارونه همغه وخت کول، نو په اوسلو او دوحه کې پر څه بحث وشو؟».

د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، «تاسې یو برېټانیایی جنرال درلود چې هغه وخت یې طالبان د داسې خلکو په توګه تعریف کړل، چې « د کلیو هلکان» دي او خپل پت ‌کوډ لري. اوس، چې ستاسې لپاره مناسبه وي او تاسې له طالبانو سره معامله کوئ، هغوی سم دي، خو کله چې مناسبه نه وي، بیا سم نه دي. نن که تاسې افراطي یاست، خو دریشي او نیکټایي واغوندئ، نو تاسې ته ښه سړی ویل کیږي. فکر کوم زه له دې ټولو سره ستونزه لرم».

له بریدګر او قرباني سره یو ډول معامله

د کشمیر مسالې په اړه جې شنکر وویل چې هند د نړۍ تر ټولو اوږده غیرقانوني اشغال سره مخ دی.

هغه زیاته کړه، چې د ۱۹۴۷ کال له ازادۍ یوازې دوه میاشتې وروسته پاکستان د یرغل له لارې ځینې سیمې ونیولې او چین هم د ۱۹۵۰مو او ۱۹۶۰مو کلونو په اوږدو کې په لداخ او جمو و کشمیر کې ځینې برخې اشغال کړې.

شنکر د پاکستان د برید مسالې د غلط تعبیر په اړه د لویدیز رول ته اشاره وکړه او ویې ویل: « موږ ملګرو ملتونو ته د یرغل له ستونزې سره لاړو، خو دا مساله د سرحدي شخړې په توګه تعبیر شوه، بریدګر او قرباني دواړه یو ډول وبلل شول».

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبېها وویل چې کیېف له روسیې سره د سولې په تړون کې خنډ نه دی او باور لري چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې د انصاف او دوامداره سولې ترلاسه کول ممکن دي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبېها وویل چې کیېف له روسیې سره د سولې په تړون کې خنډ نه دی او باور لري چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې د انصاف او دوامداره سولې ترلاسه کول ممکن دي.

نړیوال نظم

هغه د نړیوال نظم په اړه وویل، چې په لویدیز او ختیز کې وضعیت او مسایل توپیر کوي.

شنکر زیاته کړه، « زه فکر کوم چې موږ باید یو نظم ولرو او دا نظم باید عادلانه وي. موږ د ملګرو ملتونو پیاوړي سازمان ته اړتیا لرو، خو پیاوړي ملګري ملتونه یوازې هغه وخت رامنځته کېدای شي، چې دا عادلانه وي. یو غښتلی نړیوال نظم باید د معیارونو اساسي ثبات ولري».

​د هند د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې دا یوازې لوی هیوادونه نه دي چې د نظم له نشتوالي ګټه پورته کوي، بلکې هر هیواد چې خطرناکې تګلارې غوره کوي او سیسټم ازمويي، کولی شي له بې نظمي خپلې ګټې ترلاسه کړي.

شنکر وویل: « موږ په خپل ګاونډ کې دا لیدلي دي. تاسې اړتیا نه لرئ چې یو لوی هیواد اوسئ څو یو خطرناک هیواد واوسئ». ​

ایس. جې شنکر ملي حاکمیت او د خاورې بشپړتیا د « نړیوالو اصولو اساسي ستنې» وبللې.

هغه د سیاسي مداخلې په اړه هم خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، « کله چې لویدیز د نورو هېوادونو خاورو ته ننوځي، دا ظاهراً د دموکراتیکو ازاديو د ساتنې په نوم ترسره کیږي. خو کله چې نور هېوادونه د لویدیز پر خاوره ورننوځي، دا بیا د بد نیت درلودو په توګه تعبیرېږي».

شنکر د نړیوال سیاست دوه ګوني معیارونه وغندل، چې څنګه یو عمل د لویدیز له خوا مشروع ګڼل کېږي، خو همغه عمل که نور هېوادونه کوي، نو غندل کېږي.

په دې بحث کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها، سلواکیا د بهرنیو چارو وزیر یورای بلانار، د سویډن پخواني لومړي وزیر کارل بلدت او د لیښتنشتاین د بهرنیو چارو وزیر هم برخه لرله.