افغان ورزشکارانو د المان د وزن پورته کولو سیالیو کې د سرو زرو او برونزو ۴ مډالونه وګټل

د المان د وزن پورته کولو سیالۍ چې د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۶مه) د شلسویک ښار په کوربتوب ترسره شوې، د افغان کډوالو ټیم درې د سرو زرو او یو د برونزو مډالونه وګټل.

په دې سیالیو کې هوشنګ صدیقیان، امید خان حبیب او احمد عظیمي د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل او جواد جامي بیا د برونزو مډال ګټلی دی.
د ویلو ده، چې هوشنګ صدیقیان د منفي ۱۲۰ کیلوګرامه وزن کې، امید خان حبیب ۷۴ کیلوګرامه وزن کې او احمد عظیمي د منفي ۷۴ کیلوګرامه وزن کې لومړی مقام خپل کړی او جواد جامي په منفي ۱۰۵ کیلوګرام وزن کې بیا درېیم ځای ترلاسه کړی دی.
د المان د وزن پورته کولو سراسري سیالۍ د دې هېواد د ټولو ایالتونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.