محمد صادق: پاکستان د افغانستان د امنیت ثبات لپاره خپل رول ته چمتو دی

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د افغانستان لپاره د اسټرالیا ځانګړې استازې امانډا مک‌ګریګور او په پاکستان کې د دغه هېواد عالي کمېشنر نیل هاوکېنز سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې ویلي، چې د دې لیدنو په بهیر کې د سیمې د وروستیو تحولاتو او له افغانستان سره د تعاملاتو د ننګونو په تړاو ژورې خبرې‌اترې شوې دي.

هغه چې د افغانستان لپاره د اسټرالیا له ځانګړې استازې او په اسلام‌اباد کې د دغه هېواد له عالي کمېشنر سره یې په سیمه کې د امنیتي ننګونو په تړاو خبرې کړي زیاتوي، چې هغوی ورسره د سولې، ثبات او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.

محمد صادق د افغانستان د امنیتي او بشري ناورین د حل لپاره د نړۍوالې او سیمه‌ییزې همکارۍ پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې پاکستان چمتو دی څو له نورو هېوادونو سره په ګډه د افغانستان د امنیت او پرمختګ د ثبات په برخه کې خپل فعال رول ولوبوي.

ورته مهال، هغه د خپلې اېکس پاڼې له لارې په یوه بل بیان کې په اسلام‌اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازې فیلیپا کینډلېر سره د یوې بلې لیدنې خبر ورکړی دی.

محمد صادق دغه راز لیکلي، چې د دې لیدنې پرمهال په پاکستان کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د هغوی د ژوند شرایطو او بشري اړتیاوو اړوند ننګونو تړاو بحث او خبرې‌ شوې دي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي له افغان کډوالو سره د بشري مرستو او ملاتړ په برخه کې د نړۍوالو پرهمکارۍ ټینګار کړی او په وینا یې، ټول اړخونه دې د افغان کډوالو د اوسني وضعیت لپاره هڅې وکړي.

محمد صادق داسې مهال له بهرنیو ډېپلوماټانو سره د افغانستان او سیمې د امنیتي ننګونو او د افغان کډوالو په تړاو خبرې کوي، چې په دې وروستیو کې د تورخم دروازې او ټي‌ټي‎‌ټي په ګډون د طالبانو او پاکستان اړیکې تر بل هر وخت پیکه شوي دي.

د یادونې ده، چې پاکستان د راتلونکې اپرېل میاشتې په پېل سره له دغه هېواده د اې‌سي‌سي او پي‌او‌ار کارټونو ټولو درلودونکو ته د وتلو خبرداری ورکړی دی.