علي احمد جلالي: د اېدیالوژۍ او ګټو ترمنځ انتخاب د طالبانو لپاره یوه لویه ننګونه ده
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافونو ته په اشارې سره ویلي، د طالبانو لپاره اوسمهال د ایدیالوژۍ او ګټو ترمنځ انتخاب هغه ستره ننګونه ده چې د دغه رژیم سیاستونه جوړوي.
د هغه په وینا، دغه فشار نه یوازې د طالبانو په کورني سیاستونو کې؛ بلکې په نړۍواله کچه هم د رژیم پالیسي او تګلارې جوړوي.
هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه وضعیت د طالبانو د سخت دریځه ایدیالوژۍ عملي اړخ په برخه کې د یو حکومت او نړۍوالې ټولنې سره د تعامل اړوندې هڅې لا پېچلې کوي.
هغه زیاته کړې، دغه بېلابېل اړخونه له یو بل سره په ټکر کې دي او یوې داسې تګلارې ته اړتیا لري چې دواړه اړخونه په کې ځای ولري.
ښاغلی جلالي وړاندې ویلي، چې په اوسنیو حالاتو کې د طالبانو رژیم د واک د جوړښت له مخې د یوه ځانګړي پېچلي حالت سره مخ دی.
هغه وایي، کندهار چې د طالبانو د مشر ځای دی او کابل چې د دغې ادارې مرکز دی؛ د واک په وېش کې ځانګړي رولونه لري.
هغه کاږلي، چې د دغه ښارونو ترمنځ د سیاسي قدرت وېش د طالبانو لپاره یوه ستره ننګونه جوړوي.
هغه کاږي:« کندهار د طالبانو په سخت دریځه رهبرۍ تمرکز لري، چې د دوی د اېډیالوژۍ سره سمه ده؛ په داسې حال کې چې کابل د دولتي ادارې چارې پرمخ وړي.»
د هغه په خبره، د یو داسې جوړښت ترمنځ د سیاسي تعادل ټینګول یوه لویه ستونزه ده.
هغه زیاته کړې، چې د طالبانو مشر « ملاهبت الله» تر اوسه پورې توانېدلی چې د هر ډول اختلافونو پر وړاندي مبارزه وکړي؛ خو د هغه پر وړاندې تر دې دمه داسې همغږې شوې ننګونه نده رامنځته شوې.
جلالي کاږلي، چې د طالبانو سیاسي وضعیت که څه هم د کورني سیاسي تحرکاتو له امله بدلېدای شي.
دغه څرکندونې وروسته له هغه کېږي، چې د طالبانو دوو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خپلې دندې لاس په سر شوی او د دغې ډلې مشر ملا هبت الله ته یې خپله استعفا لېږلې ده.