امریکا په افغانستان کې د یوناما کاري مودې له غځېدو هرکلی وکړ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا په افغانستان کې د یوه بل کال لپاره د یوناما ماموریت غځېدو له پرېکړې سره سم، په دغه سازمان کې د متحده‌ایالاتو سرپرستې استازې ډوروتي شیا د افغانانو او نړۍوالې ټولنې د ملاتړ لپاره د یوناما له فعالیتونو څخه هرکلی کړی دی.

نوموړې د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) په افغانستان کې د یوناما کاري مودې غځېدو ته په اشارې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ودې لپاره د دغه سازمان د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د متحده‌ایالاتو سرپرستې په افغانستان کې د یوناما فعالیت د ملاتړ ترڅنګ د دغه سازمان له سرمنشي څخه غوښتي، چې د امنیت شورا ۲۷۲۱ پرکړه‌لیک چې د افغانستان د ملاتړ لپاره اړین اقدامات په‌کې شامل دي، په جدي ډول پلي کړي.

شیا همداراز له یوناما څخه غوښتي، چې د افغانستان د پراخ بشري ناورین د حل او د دغه هېواد د اقتصادي ثبات او ښه‌والې لپاره د خپلو پروګرامونو پیاوړتیا ته دوام ورکړي.

ورته مهال، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرستې استازې ډوروتي شیا د افغانستان د سولې لپاره د ټولو جریانونو ترمنځ د ملي مذاکراتو پر اړتیا او ارزښت هم ټینګار کړی.

د یادونې ده، چې نن (دوشنبه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه‌لیک په تصویب سره د افغانستان لپاره د دغه سازمان د استازولۍ دفتر یا یوناما ماموریت د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې پورې وغځاوه.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و، چې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یوناما ماموریت څومره چې اړین و، دومره اغېزمن نه و.

نوموړي همداراز ویلي و، چې د یوناما له ادرسه د افغانستان په تړاو تل منفي خبرونه خپاره شوي دي او د همدې ادرس د ناسمو معلوماتو پر اساس په ملګرو ملتونو کې هم ناسم ذهنیت رامنځته شوی دی.