پاکستاني رسنۍ: اسلاماباد د کډوالو د اېستلو لړۍ ځنډولو په تړاو د طالبانو غوښتنه رد کړه
پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ځنډولو په تړاو د طالبانو غوښتنه رد کړه. اسلام اباد کابل ته په ښکاره ویلي، چې د بېاسناده کډوالو د اېستلو لړۍ به (د مارچ تر ۳۱مې) وروسته چټکه کړي او له اپرېل لومړۍ نېټې وروسته به د ACC کارت لرونکي افغانان هم له خپل هېواده وباسي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت (د مارچ په ۷مه) رسمي اعلان وکړ، چې د افغان کډوالو لپاره وروستی ضرب الاجل (د مارچ ۳۱مه) ده او که دوی دغه هېواد پرېنږدي؛ نو په زوره به یې وباسي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې شاوخوا ۸سوه زره افغانان د ACC کارتونه لري؛ خو له ټاکلې نېټې وروسته به دوی ناقانونه کډوال وګڼل شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي: «د بېاسناده بهرنیانو د اېستلو پروګرام د ۲۰۲۳ کال د نومبر په لومړۍ نېټه پیل شوی. اوس ملي رهبرۍ پرېکړه کړې، چې د ACC کارت لرونکي افغانان هم له هېواده وباسي.»
په دې تړاو خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ټولو بېاسناده بهرنیانو، په ځانګړې توګه ACC کارت لرونکو ته سپارښتنه شوې چې (د مارچ تر ۳۱مې نېټې) پورې په خپله خوښه پاکستان پرېږدي؛ ګني د اپرېل له لومړۍ نېټې وروسته به د اېستلو بهیر پرې په جبري توګه پلی شي.
پاکستان وايي، چې افغان کډوالو ته د بېرته تګ لپاره کافي وخت ورکړل شوی؛ خو طالبانو له اسلام اباده غوښتي، چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.
طالبانو خبرداری ورکړی، چې د کډوالو ځورونه به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.
خو د پاکستان چارواکو د یکشنبې په ورځ له اسلام اباده خپرېدونکې اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې ته ویلي، چې دا پرېکړه وروستۍ ده او اسلاماباد به په خپل دریځ ولاړ پاتې شي.
دغه ورځپانې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، اړوند ادارو ته امر شوی چې د افغان کډوالو د اېستلو چمتووالی ونیسي.
د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې راهیسې شاوخوا ۸ لکه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
پاکستان مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ لهخوا د ثبت شویو کډوالو او د ACC کارت لرونکو ته د پاتې کېدو اجازه ورکړې وه؛ خو اوس دغه پرېکړه هم لغوه شوې ده.
اوسمهال شاوخوا ۳ مېلیونه افغانان لا هم په پاکستان کې ژوند کوي.
طالبانو پر پاکستان تور پورې کړی، چې له افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي؛ خو اسلام اباد دغه ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي، چې طالبان باید خپل هېواد کې داسې شرایط برابر کړي چې کډوال په عزت بېرته ستانه شي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر هغه افغانان چې له بهرنیو ځواکونو په ځانګړې توګه له امریکایي ځواکونو او ادارو سره یې په افغانستان کې دندې کړې وې؛ پاکستان ته کډوال شول. دغه کډوال چې د طالبانو له لوري یې ژوند له ګواښ سره مخ دی هم اوس د پاکستان د دغه نوې پرېکړې له مخې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خبرداری ورکړی، چې د هغو کډوالو د اېستل کېدو په تړاو هم غور کوي چې د امریکا په ګډون یې د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنې قضیې رد شوې دي.
د بشري حقونو او کډوالو یو شمېر ملاتړو سازمانونو هم د پاکستان دغه پرېکړې غندلې او پر دغه هېواد یې غږ کړی، چې د افغان کډوالو سره له نرمۍ کار واخلي.
په ورته وخت کې پاکستان پر طالبانو تور پورې کړی، چې د دوی پر ضد د ترهګرو د بریدونو اصلي لامل دی.
پاکستان ادعا کوي، چې افغان وګړي د وروستیو بریدونو په ځانګړې توګه د خېبر پښتونخوا ایالت د بنو پر پوځي چوڼۍ د ترهګریز برید کې ښکېل وو.
طالبانو بیا د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي، چې د پاکستان دننه امنیتي مسایل د دوی کورنۍ ستونزه ده او باید افغانستان ته د ګوتې نیولو پر ځای خپلو ناکامیو ته پام وکړي.
همدا راز د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د نښتو له امله (د فبرورۍ له ۲۱مې نېټې) څخه د تورخم دروازه هم تړل شوې ده.
پاکستان ادعا کوي، چې طالبانو پر ډیورنډ فرضي کرښه صفري نقطه کې د امنیتي پوستو جوړولو هڅه کوله چې له همدې امله دغه کړکېچ رامنځته شو.
پاکستاني چارواکي وايي، د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ به د تورخم له لارې هم دوام ولري.