د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: داسې کوم نوملړ نه شته چې د امریکا د متحدینو د راتګ مخه ونیسي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس د دوشنبې په ورځ وویل، داسې کوم نوملړ نه شته چې د هغو افغانانو چې د امریکایي ځواکونو همکارانو وو، متحده ایالاتو ته یې د انتقال مخه ونیسي.
هغې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ د پخوانیو همکارانو انتقال او ځای پر ځای کول اوس هم د دغه هېواد د سیاست یوه برخه ده.
مېرمن بروس زیاته کړه، چې د افغانانو لېږد د امنیتي چکونو او د امریکا د مصوونیت د ساتلو په موخه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر په توګه د ټرمپ له لوړې وروسته له پاکستان او نورو هېوادونو څخه امریکا ته د افغان کډوالو د لېږدولو پروازونه لغوه شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند تایید کړه، چې د امریکا پخواني پوځي پرسونل لکه ژباړونکو ته د ویزو د ورکړې بهیر تر امنیتي ارزونې لاندې دی او په دې اړه به وروسته خبرې وکړي.
بروس د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې د هغو افغانانو په اړه چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وویل: «موږ لا دمخه د دغو کسانو د لېږدولو لپاره چمتووالی نیولی دی. دا تل زموږ د پالیسي برخه وه چې هڅه وکړو تر څو د امکان تر حده ډېری خلک چې له ګواښ سره مخ دي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې زموږ سره یې همکاري کړې ده، ولېږدوو. دا بهیر له تېر حکومت راهیسې دوام لري او موږ لا هم پرې کار کوو.»
سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له راتګ سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د پخوانیو همکارانو د اېستلو بهیر هم ودرېد.
اوس په افغانستان، پاکستان، قطر او د سیمې په نورو هېوادونو کې زرګونه کسان په بې باورۍ کې راګیر دي. دغه کسان د سفر له ټولو پړاوونو تېر شوي او د ویزې د صادرېدو په تمه دي.
د امریکا د کانګرس ځینو غړو د ټرمپ له ادارې غوښتي، چې په افغانستان کې دې د امریکايي ځواکونو پخواني همکاران هېر نه کړي.
دوی ټینګار کړی، چې دغو کسانو د امریکايي ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې او قرباني یې ورکړې ده.
په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر امریکايي رسنیو د هغو هېوادونو نوملړ خپور کړی، چې د ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري څو امریکا ته د دوی د اتباعو پر ننوتلو بندیز ولګوي.