د افغانستان له امنیتي وضعیته وېره؛ پوتین له تاجکستان سره امنیتي همکارۍ ډېروي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې هېواد یې د افغانستان له خاورې څخه راپورتهشویو امنیتي ننګونو ته په کتو د منځنۍ اسیا هېوادونو د امنیت په هکله بېپروا نه شي پاتې کېدای.
هغه د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) له خپل تاجکستاني سیال سره د لیدو پرمهال ویلي، نیت لري چې له دغه هېواد سره د پوځي او مخدره توکو پرضد همکاري پراخه کړي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پرون د یوه رسمي په ترڅ کې مسکو ته تللی او د روسیې له ولسمشر سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکارۍ او اقتصادي اړیکو په تړاو خبرې کړې دي.
پوتین له دې لیدنې وروسته ویلي، چې روسیه به په اسیا کې د سولې او ثبات د ساتلو په موخه د ترهګرۍ او مخدره توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه کې له تاجکستان سره خپله همکاري پراخه کړي.
هغه څرګنده کړې: «په طبیعي ډول نه شوای مو کولای چې په مرکزي اسیا کې امنیتي مسایلو ته پاملرنه وکړو، په ځانګړې توګه هغو ننګونې او ګواښونه ته چې د افغانستان له خاروې څخه سرچینه اخلي.»
د روسیې ولسمشر زیاته کړې: « زمونږ د ۲۰۱ پوځي اډې د کارونې په ګډون چې په تاجکستان کې ده لا هم په سیمه کې د سولې او ثبات ملاتړ ته دوام ورکوو. پرېکړه مو کړې چې دفاعي، پوځي او تخنیکي همکارۍ نورې هم پراخې کړو او همداراز د ترهګرۍ او مخدره توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه وکړو.»
پوتین همداراز د تاجکستان په سرحدي غرنۍ سیمه کې د دغه هېواد پوځي اډې ته په اشارې چې د ۲۰۲۳ په وروستیو کې پرانیستل شوې، وویل: «دا اډه د روسیې په فدرالي بودیجې جوړه شوې او په تخنیکي تجهیزاتو او وسلو سمبال ده. نن موږ په دې برخه کې د همکارۍ د دوام هوکړه وکړه.»
تاجکستان په افغانستان کې د انصارالله وسلهوالې ډلې له فعالیتونو څخه چې د تاجکستان د اسلامي غورځنګ یوه څانګه بلل کېږي، سخت اندېښمن دی.
د امنیتي ګواښونو سربېره، له افغانستانه مرکزي اسیا او روسیې ته د مخدره توکو قاچاق هم د دواړو هېوادونو لپاره پر یوې جدي ننګونې بدله شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي خبرداری ورکړی و، چې له ټولې نړۍ څخه ترهګرې ډلې افغانستان خوا ته روانې دي.