ګلبدین حکمتیار د مفتي منیر شاکر وژل کېدل او پاکستان کې وروستي بریدونه وغندل
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د مفتي منیر شاکر وژل کېدل او پاکستان کې وروستي بریدونه غندلي دی. ښاغلي حکمتیار د مفتي منیر شاکر له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې او هغه یې «یو زړور او خپلې داعیې ته ژمن او بې باک دعوتګر» بللی، چې له امله یې نوموړی پر مرګ غمجن دی.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین په خبرپاڼه کې لیکلي د جوماتونو په چاونو، د خدای دعوتګرانو او خطیبانو په ترور، د مساپرو په بسونو او د اورګاډو بریدونو کې د هغو اسلام ضد استخباراتي شبکو لاس دی، چې د خپلو ناولو موخو لپاره پټ مخي او کرايي مزدور جنګیالي ګماري.
مشهور پښتون دیني عالم مفتي منیر شاکر تېره شنبه د پېښور په اورمړو کې د جومات دروازه کې د ننوتو پر مهال د چاودېدونکو توکو د برید ښکار شو.
هغه په پېښه کې سخت ټپي شو؛ خو روغتون کې له نږدې یوه ساعت بستر کېدو وروسته یې ساه ورکړه.
په یاد برید کې درې تنه نور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
د پښتونخوا پر سیاسي ګوندونو سربېره د افغانستان یو شمېر مشهورو سیاستوالو هم د مفتي منیر شاکر وژل کېدل غندلي او پړه یې د پاکستان د پوځ په ګډون په حکومت ور اچولې ده.
د مفتي منیر شاکر له وژل کېدو څخه څو ورځې تېریږي؛ خو تر دې دمه هېڅ کومې وسلوالې ډلې ددې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.