طالبانو یو وار بیا پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی، چې د افغان کډوالو له جبري اېستلو ډډه وکړي
طالبانو یو وار بیا پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی، چې د افغان کډوالو له بېړنۍ او جبري اېستنې دې ډډه وکړي. د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې د دواړو خواوو په همغږۍ د یوې ګډې تګلارې له مخې افغان کډوال هېواد ته راستانه کړي.
د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دغه څرګندونې تېره ورځ د دغې ډلې د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ په یوې ناسته کې کړې دي.
د دغه کمېسیون لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې له اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړۍوالو بنسټونو او ادارو غوښتل شوي، چې د افغان کډوالو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ تر څو د ګاونډيو هېوادونو د چارواکو د بېړنۍ او ناعادلانه پرېکړو له امله د افغان کډوالو حقونه ترپښو لاندې نشي.
خبرپاڼه زیاتوي:« یاد نړۍوال بنسټونه بايد له کوربه هېوادونو سره د لېږد په سالمې لړۍ کار وکړي؛ ترڅو هېواد ته د کډوالو راستنېدنه د ځانګړې تګلارې له مخې ترسره شي.»
خو تازه پاکستاني رسني ویلي، چې اسلاماباد د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ځنډولو په تړاو د طالبانو غوښتنه رد کړه.
اسلام اباد کابل ته په ښکاره ویلي، چې د بېاسناده کډوالو د اېستلو لړۍ به (د مارچ تر ۳۱مې) وروسته چټکه کړي او له اپرېل لومړۍ نېټې وروسته به د ACC کارت لرونکي افغانان هم له خپل هېواده وباسي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت (د مارچ په ۷مه) رسمي اعلان وکړ، چې د افغان کډوالو لپاره وروستی ضرب الاجل (د مارچ ۳۱مه) ده او که دوی دغه هېواد پرېنږدي؛ نو په زوره به یې وباسي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې شاوخوا ۸سوه زره افغانان د ACC کارتونه لري؛ خو له ټاکلې نېټې وروسته به دوی ناقانونه کډوال وګڼل شي.