ملګرو ملتو کې د روس استازې: له یوناما ملاتړ افغانستان کې تلپاتې سولې ته د ژمنتیا پیغام دی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د روسیې استازې وايي، افغانستان کې د یوناما له ماموریت د دې شورا ملاتړ په دغه هېواد کې تلپاتې سولې ته د ژمنتیا څرګند پیغام دی. انا یویستیګنیوا د افغانستان د کنګل شوې شمتنۍ د ازادولو او له دغه هېواد د بندیزونو لرې کولو غوښتنه هم وکړه.

د هغې په خبره، افغانستان کې تلپاتې سوله له نوي ټولیز لرلید پرته چې په پایله کې یې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره بیا یو ځای شی، ممکن نه دی.

دې غونډه کې د ډنمارک استازې کریسټینا مارکوز لاسن وویل، چې طالبانو له ټولنې ښځې او نجونه ډډې ته کړې او ځوروي.

د هغې په خبره، ښځې افغان ټولنه کې مهم رول لري او باید پرېکړو او عامه ژوند کې پوره ګډون او رول ولري.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت هم یو کال وغځېد.