د تورخم جرګې د پښتونخوا غړو له طالبانو پر پوسته د کار بندولو غوښتنه وکړه
د تورخم دروازې د پرانیستو لپاره د جرګې د پښتونخوا غړو د طالبانو له حکومت وغوښتل، چې د لارې پرانیستو لپاره پر نوې پوسته کار بند کړي. د جرګې افغان لوری وايي، له طالبانو سره دا پرېکړه شریکوي. له بلې خوا ټاکلې ده چې په تورخم کې طالب او پاکستاني چارواکي هم نن ماښام «خبرې سره وکړي.»
نن دوشنبه په تورخم کې د دروازې د پرانیستلو په موخه د افغان او پاکستاني سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ دجرګې د دویم پړاو غونډه ترسره شوه.
د دې جرګې د پښتونخوا له خوا یو غړی شاه خالد شینواری وايي، د جرګې دواړو لورو پر دریو مسلو خبرې وکړې، چې اوربند، د کار بندېدل او دریم ګام کې لار پرانیستل دي. نوموړی وایي، د طالبانو له خوا پر پوسته د کار بندېدو لپاره افغان لوري تر ماښام وخت غوښتی.
د افغان لوري د جرګې یو غړي د دې خبرو په تایید سره افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی د جرګې پرېکړه د طالبانو د ننګرهار والي سره شریکوي.
نوموړی دا هم وايي، چې جرګې د اختر تر ۱۵مې له طالبانو د کار بندېدو غوښتنه کړې ده او تر هغه وروسته که هر څه پېښېږي بیا د جرګې مسوولیت نشته.
د پاکستان لوري د جرګې مشر سید جواد حسین کاظمي وايي، چې د جرګې د پرېکړې پر اساس به نن ماښام په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو ناسته کېږي او د شته ستونزو د دایمي حل لپاره به خبرې وکړي.
سید جواد جسین کاظمي زیاتوي چې تر دې لیدنې وروسته به د تورخم لاره د هر ډول تګ او راتګ پرمخ پرانیستل شي.
د تورخم دروازه له تېرو ۲۵ ورځو راهيسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده، چې دواړو غاړو ته یې مساپر او سوداګر له جدي ستونزو او سترو مالي زیانونو سره مخ کړي دي.
پاکستاني چارواکو د طالبانو لهخوا د پوستو او تاسیساتو د جوړولو له امله دغه لار تړلې ده.
د دغې لارې له تړل کېدو وروسته د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ په پرله پسې ډول نښتې رامنځته شوې دي، چې داوړه لوري ته مرګژوبله رپوټونه ورکړل شوي دي.