روغتیا نړیوال سازمان وايي افغانستان کې یې ۸۰% روغتیايي مرکزونه د بندېدو له خطر سره مخ دی
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د مرستو پر کمښت ژوره اندېښنه ښيي او وايي، له دې سره به هغه ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه بند شي چې دوی یې مالي ملاتړ کوي.
امریکا کې د ډونلډ ټرمپ واکمنېدو او له نړیوالو مرستندویه ادارو سره د دغه هېواد د مرستو ځنډېو پسې د روغتیا نړیوال سازمان هم اغېزمن شوی.
د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې نن ویلي، که مالي ملاتړ یې نه کېږي، نو په دغه هېواد کې د دوی په مالي ملاتړ د چلېدونکو اتیا سلنه اړینو روغتیايي مرکزونو بندېدو سره د ښځو، ماشومانو، بوډګانو، بې ځایه شویو او کډوالو په ګډون په میلیونونو کسان اغېزمن شي.
دا اداره په خپله اعلامیه کې زیاتوي چې د روانې میلادي میاشتې پر څلورمه د مالي ملاتړ د نشتوالی له امله یې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او ور سره ۲۵ ولایتونو کې ۱۶ لکه کسان د دوی له اړینو روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دی.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ور کوي چې له سملاسي ګام پورته کولو پرته د روان کال تر جون میاشتې د دوی ۲۲۰ نور روغتیايي مرکزونه هم بندېږي او له امله یې ۱۸ لکه افغانان له لومړنیو روغتیايي خدماتو بې برخې کېږي.
د دې روغتیایي مرکزونو تړل کېدو سره د افغانستان شمالي، شمال ختیځ او لوېدیځ ډېر اغېزمنېږي چې پکې د روغتیا نړیوال سازمان دریمه برخه روغتیايي خدمات په ټپه درېږي، چې د ژر پېښېدونکي روغتیايي ناورین اندېښنې زیاتوي.
دا مرکزونه په داسې حال تړل کېږي چې افغانستان د شري، ملاریا، د ماشومانو فلج، ډینګې او کانګو تبې په ګډون له مختلفو روغتیایي ستونزو سره لاس ګرېوان دی.
د طالبانو واکمنېدو سره چې له افغانستان سره ورځ تر بلې بهرنۍ مرستې کمېږي د روغتیا نړیوال سازمان د خدماتو کمېدلو سره به د افغانستان زېانګالی روغتیايي سیستم له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.