روسیه لاهم نه غواړي طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي
سره له دې چې روسي چارواکو له تور نوملړه د طالبانو د اېستلو ژمنې کړې او په دې تړاو ددغه هېواد دوما یوه لایحه هم تصویب کړې، مسکو لاهم دې ته چمتو نه دی چې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي.
ولادیمیر پوتین شاوخوا دوه میاشتې وړاندې یو قانوني تعدیلي فرمان لاسلیک کړ، چې طالبانو ته د لنډمهالي معافیت زمینه برابروي، خو افغانستان انټرنشنل ته په مسکو کې سرچینو ویلي، چې د پوتین اندېښنې لاهم په بشپړ ډول نه دي لرې شوې.
د روان کال په لیندۍ میاشت کې د روسیې پارلمان د نوې لایحې د تصویب له لارې دې ته لاره پرانېسته چې طالبان د ترهګرو سازمانونو له نوملړه و اېستل شي. دغه لایحه د روسیې د مشرانو جرګې ۱۳ غړو پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې کړې وه.
ددغې لایحې ترتیبوونکي د روسیې د سنا غړي اندري کلیشاس، اندري یاتڅکسن، سوري فدوروف، واسیلي پیکاروف، اندري لوګووي او دیمیتري ویاتکین وو.
ددغې لایحې له مخې هغه سازمانونه او ډلې چې د روسیې د قانون له مخې د ترهګرو نوملړ کې شامل شوي دي، د لنډ وخت لپاره له دې نوملړه اېستل کېدای شي.
مسکو له دې وړاندې کابل ته یو جګپوړی پلاوی استولی و، چې د طالبانو له جګپوړو چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او شته اندېښنو له نږدې خبرې اترې وکړي.
خو داسې ښکاري چې ددې لایحې له تصویب او د ولادیمیر پوتین له لاسلیک سره سره، لاهم مسکو د طالبانو په اړه دوه زړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال اندري رودینکو تېره میاشت وویل، « دا پروسه وخت ته اړتیا لري او روسیه د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې بیړه نه کوي».
د تصویب شوې لایحې او فرمان له مخې، که چیرې یو سازمان خپل ترهګریز فعالیتونه بند کړي، د لنډمهالي معافیت حق لري.
د روسیې لوی څارنوال باید محکمې ته شواهد وړاندې کړي، چې یو بندیز لرې شي.
اندري رودینکو انټرفاکس خبري اژانس ته وویل، « دا میکانیزم د طالبانو غورځنګ لپاره پلی کېږي، خو دا به یو څه وخت ونیسي».
د روسیې سترې محکمې د ۲۰۰۳ کال د فبرورۍ پر۱۴مه طالبان ترهګره ډله اعلان کړې وه.
که څه هم روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د مسکو سفارت یې دې ډلې ته سپارلی او له طالبانو سره دیپلوماتیک او اقتصادي اړیکي لري.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۳ کال په جولای کې وویل، «باید دا واقعیت ومنو، چې طالبان اوس د افغانستان کنټرول په واک کې لري». هغه یاده ډله د ترهګرۍ پر ضد خپله متحده وبلله.