د ازادۍ جبهه: د هېواد د رسنیو فضا پر تورې تیارې بدله شوې

د افغانستان د ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفې جبهې د خبریالانو ملي ورځې په مناسبت یوه بیان کې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې په کور دننه د خبریالانو او رسنیو وضعیت ناوړه بللی او غندلی یې دی.

نوموړې جبهې د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) په خپل بیان کې ټینګار کړی، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د بیان ازادي او مدني حقونه په جدي ډول محدود شوي او د هېواد د رسنیو فضا پر تورې تیارې بدله شوې ده.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په بیان کې په هېواد کې د طالبانو له‌خوا د سانسور او ټولنیزو محدودیتونو ناوړه وضعیت ته هم اشاره شوې ده.

د دغه بیان پر بنسټ، طالبانو نه یوازې معلوماتو ته د لاس‌رسي فضا محدوده کړې، بلکې دا ډله د خلکو پر ورځني ژوند هم څارنه کوي.

د دغې جبهې په وینا، دا ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې طالبانو د رسنیو د پراخ فشار، د خبریالانو د نیولو او ځپونکي سانسور له لارې د مطبوعاتو ازادي له منځه وړې ده.

دې جبهې ویلي، چې د طالبانو پر خلاف د خبریالانو او ازادۍ مبارزینو ملاتړ یوه ملي او بشري دنده او له ټولو ازادو خلکو یې غوښتي، چې په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د رسنیو ملاتړکوونکو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې ډېری افغان خبریالان یا له هېواده وتلو ته اړ شوي یا په کور دننه د طالبانو له ګواښونو او جبر سره مخ دي.

د کب ۲۷مه یا د خبریال ملي ورځ په افغانستان کې داسې مهال لمانځل کېږي، چې څه موده مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي و، چې په ۱۴۰۳ میلادي کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونې پېښې ۲۴ سلنه ډېرې شوې دي.

د نوموړي مرکز د معلوماتو پر بنسټ، په روان کال کې د طالبانو د سرغړونو ۱۷۲ پېښې ثبت شوې، چې د ۲۲ رسنیو تړل او د ۵۰ خبریالانو نیول په‌کې شامل دي.