د تورخم ستونزې حل لپاره جوړه شوې جرګه؛ دغه جرګه به نن د دویم پړاو ناسته ترسره کړي

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته د پاکستاني اړخ مشر سید جواد حسین کاظمي ویلي:« ټاکل شوې چې په نننۍ غونډه کې به د افغانستان د سرحدي شخړو د پای ته رسولو او د تورخم د لارې د پرانیستلو په اړه پرېکړه وشي.»

هغه زیاته کړې، چې د دغې لارې د بندېدو له امله سوداګرو ته هر ورځ ۱۵ مېلیونه ډالر زیان اوړي.

ښاغلي کاظمي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، که طالبان د دغه پولې په لانجمنه ساحه کې د ودانیو د جوړولو کار ودروي؛ نو ښايي دغه غونډه یوې هوکړې ته ورسېږي.

ټاکل شوې، چې نن دوشنبه به په تورخم کې د دې لارې د پرانیستلو په موخه د افغان او پاکستاني سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ د دغې جرګې د دویم پړاو غونډه چې څو ورځې وړاندې لغوه شوې وه؛ ترسره شي.

د جرګې یوه بل غړي او د خېبر د سوداګرو ټولنې مشر محمد یوسف اپریدي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، هغه ستونزې یې حل کړې چې له امله یې د جرګې دویمه ناسته لغوه شوې وه.

ښاغلي اپریدي زیاته کړې:« د جرګې په لومړۍ ناسته کې مو پر درېیو مسلو« ډزبندي، په لانجمنه ساحه کې د کار بندول او د لارې خلاصون» هوکړه کړې وه، چې د هوکړې دوه مادې عملي شوې او د درېیمې مادې لپاره چې د لارې خلاصون دی؛ نن د افغاني لوري سره په ناسته کې پرې خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو د قومي مشرانو او سوداګرو ترمنځ د سرحدي شخړو د پای ته رسولو او د تورخم دروازې د بېرته پرانیستلو په موخه د جرګې لومړي پړاو غونډه ترسره شوې وه او ټاکلې شوې وه چې ډېر ژر به د جرګې د دویم پړاو خبرو لپاره ناسته ترسره شي؛ خو افغاني لوري د پاکستان له‌خوا په جرګه کې د ګډونوالو په نوملړ کې د زیاتوالي له امله په دویمه ناسته کې له ګډون څخه ډډه وکړه.

د تورخم دروازه له تېرو ۲۵ ورځو راهيسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده، چې دواړو غاړو ته یې مساپر او سوداګر له جدي ستونزو او سترو مالي زیانونو سره مخ کړي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د هېواد په خاوره کې یې د طالبانو له‌خوا د پوستو او تاسیساتو د جوړولو له امله دغه لار تړلې ده.

د دغې لارې له تړل کېدو وروسته د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ په پرله پسې ډول نښتې رامنځته شوې دي، چې په پایله کې یې درې طالبان، یو پاکستانی افسر او یو موټر چلوونکی وژل شوي او تر ۱۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.