د طالبانو حکومت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د خپلو کارکوونکو معاشونه کم کړل
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي سندونه ښيي، چې د طالبانو حکومت د لوړپوړو چارواکو په ګډون د خپلو کارمنانو معاشونه کم کړي. د طالبانو د معاشونو دا کمښت د نوي کال له پیل عملي کېږي، چې پکې د رییس الوزرا معاش پنځوس زره افغانۍ کمېدو سره له یو لک ۹۸ زرو نه یو لک ۴۸ زرو افغانیو ته ټیټ شوی.
دغه لېست دا هم ښيي چې د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیالانو معاش له یو لک ۸۳ زرو افغانیو څخه یو لک ۳۵ زرو افغانیو ته کم شوی دی.
په دغو اسنادو کې د طالبانو د سترې محکمې د مشر تنخا له یو لک ۶۷ زره افغانیو څخه یو لک ۲۱ زره افغانیو ته کمه شوې ده.
طالبانو د وزیرانو او د نظارت او فرامینو د تطبیق رییس معاشونه له یو لک ۳۷ زره افغانیو څخه یو لک ۸ زره افغانیو ته راټیټ کړي دي. طالبانو د خپلې استخباراتي ادارې د مشر لپاره هم ورته معاش ټاکلی دی.
همدارنګه په دغه لېست کې لیدل کېږي چې طالبانو د دغې ډلې د چارو ادارې د مشر معاش له یو لک ۲۲ زره افغانیو ، ۹۴ زره افغانیو ته راټیټ کړی دی.
طالبانو د خپلو واليانو معاش له ۹۱ زرو افغانیو څخه ۶۷ زره افغانیو ته راټیټ کړی دی.
دا لېست ښيي چې طالبانو د ملکي خدمتونو د لومړۍ درجې د کارکوونکو معاش ۲۷ زره افغانۍ ټاکلی چې له ۱.۵ څخه تر ۶.۵ باندې ضرب کړي دي.
د دې لېست پر بنسټ، د طالبانو د اداري کارمنانو معاشونه له شاوخوا ۵۰ زره افغانیو شاوخوا ۱۳ زره افغانیو ته راټیټ شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې مالیې وزارت کې سرچینو هم افغانستان انټرنشنل ته دا لېسټونه تاید کړي دي، چې د نوي کال په پیل کې به عملي کېږي.
په دې لېست کې د وزیرانو مرستیالانو، ښاروالانو او قاضیانو د معاشونو د کمېدو راپور ورکړل شوی دی.
تر اوسه معلومه نه ده، چې د طالبانو په اداره کې د معاشونو د کمښت اصلي لامل څه دی، خو په تېرو میاشتو کې ملکي مامورینو د خپلو معاشونو په ورکړه کې له ځنډ سخت شکایتونه کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو کارمن نن هم افغانستان انټرنشنل ته غږیز پیغام کې ویلي، چې له دوو میاشتو راهیسې یې تنخا نه ده اخیستې.
نوموړی زیاتوي چې د طالبانو د مشر له شخصي کسانو او ځینې «مجاهدینو» پرته نورو کارکوونکو ته معاش نه دی ور کړل شوی.
د جمهوریت پرځېدو پسې څو میاشتې وروسته طالبانو ته له امریکا میلیون ډالري کڅوړې راتلې.
که څه هم طالبان وايي، چې دا پیسې د موسسو له خوا مصرفېدې، خو سیګار بیا بیا ویل چې طالبان پکې لاسوهنه کوي.
د ډونالډ ټرم پواکمنېدو پسې چې د دې مرستو بندېدو خبره شوې، ور سره د طالبانو کارمنانو ته د تنخا ور کول هم ټکي شوي دي.