امریکا غږ خپلې ټولې پښتو او دري ټلویزیوني خپرونې ودرولې

له پرون سهار راهیسې د امریکا غږ پښتو او دري برخو خپلې ټلویزیوني خپرونې درولې دي او د ورځنیو خپرونو پر ځای د ځینو انځورونو سره، «امریکا غږ څنګه کار کوي، په ګډون امریکا غږ د متحده ایالاتو د سیاست څرګندونه کوي» کلیمې د ټلویزیون پر څپو راڅرګندېږي.

دغې رسنۍ خپلې خپرونې وروسته له هغه ودرولې، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپل یوه اجرایوي فرمان کې د امریکا د حکومت تر چتر لاندې د امریکا غږ او ازادي راډیو / ازادي اروپا راډیو بودجه لغوه اعلان کړه، چې د دغو رسنیو کارکوونکي یې جبري رخصتۍ ته اړ کړل.

د امریکا غږ مشر مایکل ابرامویټز د یوه برېښنالیک په ترڅ کې خپلو کارکوونکو ته خبر ورکړی، چې د ولسمشر ټرمپ فرمان د پلي کېدو په حال کې دی او دوی نور نشي کولی چې د کار ځای ته ننوځي او یا هم له برېښنایي کاري سیسټم څخه ګټه واخلي.

په دغه برېښنالیک کې د امریکا غږ ټول کارکوونکي جبري رخصتۍ ته او اېستل شوي او خبرداری یې ورکړی، چې هیڅوک حق نه‌لري تر راتلونکي اعلانه پورې په دغه اداره کې له خپل مقام او یا هم واکونو ګټه پورته کړي.

د دغې رسنۍ برخلیک لا روښانه نه دی؛ خو د امریکا غږ مشر مایکل ابرامویټز ویلي، چې د ولسمشر ټرمپ د دغه اجرایوي فرمان په پلي کولو سره به د یادې ادارې ۱۳۰۰ تنه خبریالان، پروډیوسران او نور کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.