په خوست کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه روانه ده
له خوست څخه ولسي سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکوي، چې د دغه ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ ته څېرمه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه روانه ده.
سرچینې زیاتوي چې دا جګړه څو شېبې مخکې د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند په سيټوان او پالڅو کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، جګړه په دې دوو کلیو کې د طالبانو پر پوستو روانه ده، چې له امله یې د سیمې خلک کډهکولو ته مجبور شوي دي.
دوی دغه راز زیاتوي، چې هغوی د جګړې په منځ کې بند پاتې دي.
د دغې جګړې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.