سور صلیب: په ۲۰۲۴کال کې ۴۵۵ ملکیانو ته د ناچاوده توکو د چاودنې له امله مرګ ژوبله اوښتې
په افغانستان کې د سره صلیب کمېټه وایي، چې افغانستان لا هم د جګړې د پاتې شونو له امله د ناچاوده توکو له جدي ګواښ سره مخ دی. د دغې کمېټې د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د ۳۵۹ ماشومانو په ګډون ۴۵۵ ملکیانو ته د ناچاوده توکو د چاودنې له امله مرګ ژوبله اوښتې.
په راپور کې راغلي، چې په تېر زېږدیز کال کې د پخوانیو پاتې شونو ناچاوده توکو د چاودېدو پېښو شمېر ټول ۲۳۴ ته رسېږي.
یادې نړۍوالې کمېټې ویلي، چې د ناچاوده توکو د ګواښونو کمولو لپاره یې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره کړي دي.
خونړي سېلابونه او ورښتونه
په افغانستان کې د سره صلیب کمېټې ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله لسګونه زره کسان زیانمن شوي، نږدې ۷زره کورونه ویجاړ شوي او د ۲۵۰ کسانود مړینې تر څنګ یې زرګونه نور ټپیان کړي دي.
د یادې کمېټې د راپور له مخې، د هېواد په ټولو ولایتونو کې سېلابونو «۱۱۹زره کسان زیانمن» کړي چې شاوخوا «۶۴زره جریبه کرنیزې ځمکې» یې هم لمنځه وړې دي.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د معلوماتو له مخې، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له پراخو ناورینونو سره مخ و چې پکې اقتصادي ستونزې، طبیعي پېښې او د تېرو څو لسیزو جګړهییزې اغېزې شاملې دي. د نړۍوالو بندیزونو دوام او د بهرنیو مرستو کمښت، د افغانانو پر ژوند لا سخت اغېز کړی، چې مېلیونونه خلک یې د فقر، لوږې او بنسټیزو خدمتونو ته محدود لاسرسي خلک له ناورین سره مخ کړي دي.
افغانستان کې د سره صلیب کمېې مشرې کاټرینا رېټز ویلي:« د زیانمنو شویو خلکو په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او معلولینو وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی. دغه بېړنۍ حالت دوامداره نړۍوالې پاملرنې او اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري؛ څو ډاډ ترلاسه شي چې اړمنو خلکو ته لازمې مرستې ورسېږي».
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په خپل راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ یې د سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ د نغندي مرستې تر څنګ د خوراکي توکو مرستې هم کړې دي.
ککړې اوبه یو بل ناورین
سره صلیب په هېواد کې د پاکو اوبو کمښت یوه بله جدي ستونزه ګڼلې ده.
په راپور کې د محمد نعمان په نوم د کابل یو تن اوسېدونکي له خولې لیکل شوي، چې په پلازمېنه کې د اوبو رسولو سېسټم هېڅ ډول د باور وړ نه دی او ځمکنۍ اوبه هم خورا کمې شوې دي.
دغه کمېټې زیاته کړې، چې په هېواد کې یې څه باندې دولس سوه لاسي بمبې جوړ کړي، چې نږدې ۱۷۹زره کسانو ته یې د پاکو اوبو رسولو په برخه کې ترې برخمن شوي دي.
اقتصادي ننګوونې او د کاري فرصتونو نشتوالی
په راپور کې همدا راز اندېښنه ښوول شوې، چې په افغانستان کې د جګړې، طبیعي پېښو او د طالبانو د بندیزونو له امله اقتصادي حالت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی.
سره صلیب په ډاګه کړې، چې ډېر کسان د کار موندلو لپاره له سختو ستونزو او ننګوونو سره مخ کېږي.
دغه کمېټې د عقا محمد په نوم د یوه ۷۶کلن سپین ږېري د کورنۍ حالت هم شریک کړی دی. هغه ویلي:« هر سهار بازار ته په دې هیله ځم، چې څوک به مې د مزدورۍ لپاره کار ته یوسي. کله کله راته کار پیدا شي؛ خو اکثره وخت تش لاس بېرته کور ته ځم».
د سره صلیب کمېټه وايي، په افغانستان کې د جګړې، فقر، طبیعي افتونو، د پاکو اوبو کمښت، د چاودېدونکو توکو ګواښونه او د اقتصادي ستونزو له امله د مېلیونونو خلکو ژوند له سختو کړاوونو سره مخ دی. د نړۍ والو مرستو د کمښت له امله، د بشري مرستو اړتیا تر بل هر وخت ډېره محسوسېږي.
سره صلیب ویلي، د نورو مرستنیدونه ادارو په ملتیا د محدودو امکاناتو سره، سره د زیانمنو خلکو لاسنیوی کوي؛ خو د دې ستونزو د تلپاتې حل لپاره د نړۍوالې ټولنې پاملرنه او اوږدمهاله هڅې اړینې دي.