په تېرو ۴۸ ساعتونه کې پاکستان کې ټيټيپي او بلوڅ بېلتون پالو ۵۷ برېدونه کړي دي
پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري خبر ورکړی، په پاکستان کې د تېرو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې ټيټيپي او بلوڅ بېلتون پاله غورځنک ۵۷ بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۱۶ تنه وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.
دغه رسنۍ زیاتوي، په یادو بریدونو کې ځانمرګي، هدفي وژنې او وسلهوالې نښتې شاملې دي چې په ۲۳ بېلابېلو ولسوالیو کې ترسره شوي دي.
بل خوا بیا راپورونه وایي، چې د کوټې په هوایي ډګر کې د نامعلومو وسلهوالو په برید کې د مولانا فضل الرحمان د ګوند «جمیعت علمای اسلام» غړی او ځایي دیني عالم مفتي عبدالباقي نورزی وژل شوی دی.
د ۲۴ ډیجیټل پاکستاني رسنۍ په وینا، مفتي نورزی د یوه سفر لپاره هوایي ډګر ته د ننوتلو په حال کې و چې د نامعلومه کسانو لهخوا پرې ډزې وشوې او روغتون ته تر رسېدو وروسته یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
ویل کېږي، چې له پېښې وروسته بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.
په دې وروستیو کې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې په بې سارې توګه نا امنۍ مخ په پراخېدو دي او د پاکستان حکومت یې پړه پر افغان طالبانو ور اچوي، چې ترهګرو ته یې خوندي پټنځایونه ورکړي دي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته داسې ښکاري، چې په سیمه کې وسلهوال فعالیتونه مخ په ډېرېدو دي او «ټيټيپي» او همداشان «بي ایل ای» خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.