د افغان خبریالانو مرکز: طالبانو سږ کال ۲۲ رسنۍ تړلې او ۵۰ خبریالان یې نیولي دي
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې اعلان وکړ، چې په ۱۴۰۳ میلادي کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه سرغړونې ۲۴ سلنه زیاتې شوې دي. دغه مرکز وايي، په روان کال کې د طالبانو د سرغړونو ۱۷۲ پېښې ثبت شوې، چې د ۲۲ رسنیو تړل او د ۵۰ خبریالانو نیول پکې شامل دي.
دا راپور، چې نن یکشنبه د کب پر ۲۶مه د خبریال ملي ورځې «د کب ۲۷مې» په مناسبت خپور شوی وايي، چې د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د طالبانو حکومت د ناروښانه رسنیز سیاست تر سیوري لاندې د رسنیو د ازادۍ د محدودولو پالیسي په لا ډېر شدت او پراخوالي دوام وموند او د محدودیتونو کچه لوړه شوې ده.
د دغه راپور له مخې، د خبریالانو او رسنیو له حقونو په سرغړونو کې ۱۲۲ ګواښونه، د رسنیو د بندولو لږترلږه ۲۲ قضیې او د ۵۰ خبریالانو نیول شامل دي.
د افغان خبریالانو مرکز وايي، چې طالبانو تر اوسه پورې ۱۵ رسنیو ته د فعالیت د بیا پیل اجازه نه ده ورکړې او د ۵۰ نیول شویو خبریالانو له ډلې ۱۰ یې لا هم په زندان کې دي.
په راپور کې راغلي چې د رسنیو سره د چلند په برخه کې د طالبانو توپیري چلند د پخوا په پرتله ډیر څرګند شوی دی.
د دې راپور له مخې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې ځینې طالب چارواکي د جمهوري حکومت پر مهال تصویب شوی د ډله ییزو رسنیو قانون پلی کوي، په داسې حال کې چې د دې ډلې محافظه کاره او مذهبي چارواکي هڅه کوي رسنۍ محدودې کړي.
د افغان خبریالانو مرکز دا هم وویل چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون په پلي کیدو سره، د دې ډلې محتسبینو ته د رسنیو د فعالیت د څارنې لپاره پراخ واک ورکړل شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو محتسبین "هرکله چې وغواړي، په مستقیم ډول یا د استخباراتي ادارې په ملاتړ سره د رسنیو او خبریالانو په وړاندې اقدام کوي."
د رسنیو د ملاتړ د دغه سازمان راپور ټینګار کوي، چې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د حل کمېسیون په څنډه کې ساتل شوی دی.
د دې راپور له مخې، په دې موده کې د رسنیو په وړاندې لږ تر لږه پنځه نوي محدودیتي لارښوونې صادرې شوې دي.
د دغه راپور له مخې، د ساکښو د انځورونو نه خپرول، په ژوندۍ بڼه د سیاسي پروګرامونو نه نشرول، د انتقادي پروګرامونو نه جوړول، د طالبانو له هوکړې پرته د مېلمنو رابلل او د «شهید» او «شهادت» کلمو کارول په دې موده کې د طالبانو له لوري صادر شوي فرمانونه دي.
راپور وايي، هغه خبریالان چې دا حکمونه له پامه غورځوي ګواښل کیږي او بندیان کیږي.
د افغان خبریالانو مرکز ویلي چې په دې موده کې پر رسنیو د کوم هدفمند برید یا د رسنیو کارکوونکو ته د زیان رسولو راپور نه دی ورکړل شوی.
په ۱۴۰۲ ل کال کې د افغان خبریالانو مرکز د رسنیو او خبریالانو د حقونو لږ تر لږه ۱۳۹ سرغړونې مستندې کړې وې، چې ۸۰ پکې ګواښونه او ۵۹ د نیول کېدو پېښې شاملې وې.