په افغانستان کې د اروپا پخوانی چارواکی: حقاني شبکه د خپلو قوماندانانو په سمبالولو بوخته ده
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پخواني استازي مایک سیمپل ویلي، چې حقاني شبکه په ټول افغانستان کې له خپلو قوماندانانو سره سلا مشورې او خبرې کوي. په ورته وخت کې د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو د شدت په اړه راپورونه خپاره شوي.
د افغانستان د مسایلو دغه کارپوه د یکشنبې په ورځ له افغانستان انټرنېشنل سره په مرکه کې وویل، چې د حقاني ډلې استازي د دې شبکې له قوماندانانو غوښتي چې د هبت الله اخوندزاده پر وړاندې ودرېږي.
نوموړی همداراز وايي چې په افغانستان کې د حالاتو د پېچلتيا له امله د حقاني او هبت الله تر منځ د مخامخ جګړې اټکل کول ګران ښکاري.
د اروپايي ټولنې دغه پخواني جګپوړي ډیپلوماټ ویلي، چې له ۳۰ کلونو راهیسې له طالبانو سره تړلي مسایل تعقیبوي.
هغه دا هم وویل، چې د طالبانو ډېری غړي په ټيټه کچه او مشرتابه کې ناخوښه دي او احساس کوي، چې د پرېکړې کولو څخه پاتې دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له نږدې ۵۰ ورځو راهیسې په خپل دفتر کې نه دی لیدل شوی.
اخوا د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس ضیا سراج ویلي و، چې سراج الدین حقاني د وزیرستان او خوست ترمنځ په سرحدي سیمو کې اوسېږي.
په دې وروستیو کې په خوست کې د دغه لوړ پوړي طالب چارواکي یوه ویډیو هم خپره شوه.
د حقاني پلویانو په ټولنیزو شبکو کې د دې ډلې د کورنیو چارو د وزیر یوه ویډیو خپره کړې، چې په هغه کې یې د طالبانو د رژیم پر اطاعت ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم په ټینګار سره وویل، چې د طالبانو ترمنځ هېڅ ډول اختلافات نه شته او دوی د یوه امیر د اطاعت او امر لاندې دي.
داسې ښکاري، چې دوی هڅه کوي څو د حقاني او هبت الله ترمنځ د اختلافاتو راپورونه بې اساسه وښيي.
شواهد ښیي، چې د حقاني او هبت الله اخوندزاده تر منځ اختلافات مخ په زیاتېدو دي.
د طالبانو مشر د خپل کورنیو چارو وزیر واکونه محدود کړي او حقاني شبکه یو ګواښ بولي.
دا شبکه په طالبانو کې یوازینۍ ډله ده، چې د هبت الله ننګولو یا لرې کولو توان لري.
په کندهار کې د حقاني او طالبانو مشران د مهمو مسلو په سر اختلاف لري، په دغه اختلافي مسایلو کې د نجونو زده کړې او سیاسي مخالفینو سره د روغې جوړې خبرې شاملې دي.