د طالبانو په بند کې د یوې ښځې تجربه: هغوی زما د بربنډ بدن عکسونه او ویډیوګانې اخیستې دي
د طالبانو پخوانۍ زنداني نادیه سادات د یکشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې طالبانو بربنډه کړې وه او په زندان کې یې ترې عکسونه او ویډیوګانې اخیستې دي.
هغه چې په مزارشريف کې د طالبانو پر ضد لاريونونو کې د ګډون او د ښځو او نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو د تړلو په اړه له رسنيو سره د خبرو له امله نيول شوې وه، وایي چې د طالبانو غړو په زندان کې پر دې جنسي تېرى کړى او د بدن ځينې برخې يې لمس کړي دي.
سادات د طالبانو په زندانونو کې د ښځو د وضعیت په اړه وویل، چې "طالبان له انسانیت څخه لرې دي."
د هغې په وينا، د طالبانو استازي بنديان په بې رحمانه ډول شکنجه کوي او بنديانې ښځې ځوروي.
نوموړې وایي، چې له دوو اوونيو توقيف وروسته د ډېرو پيسو په ورکولو سره خوشې شوه، خو له هغه وخت راهيسې ناروغه ده او د شپې خوب نه شي کولای.
هغې دا هم څرګنده کړه، چې په بلخ کې د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي ورته د واده وړاندیز کړی و.
نادیه سادات ټینګار وکړ، چې افغانستان د خپلو خلکو لپاره په دوزخ بدل شوی او هغه څه چې طالبان د خلکو د امنیت او مصونیت په اړه ادعا کوي، د هغوی له چلند سره سمون نه خوري.
نادیه سادات له طارق عظیم سره په یوې مرکه کې وايي، چې طالبانو هغه بربنډه کړې وه او په زندان کې یې ترې فلم جوړ کړی دی
تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل په یوه څېړنیز راپور کې د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د جنسي تېري اسناد ثبت کړي وو.
لږ تر لږه ۱۰ښځو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې په توقیف کې پر دوی جنسي تېري شوي او یا هم ځورول شوي دي.
له دې جملې څخه اتو ښځو راپور ورکړی، چې پر دوی جنسي تېری شوی او دوو نورو ویلي چې طالبانو د پوښتنو ګروېږنو پر مهال د دوی بربنډه بدن نه فلم او عکسونه اخیستي دي.
د دغو ښځو له ډلې څخه د ځینو په وینا، طالبانو د ځورونې او جنسي تېري پر مهال دا صحنه په خپلو موبايلونو کې اخیستي او یا هم د ښځو په زندانونو کې چې د طالبانو د زندانونو د مدیریت له خوا کنټرولېږي کېمرې نصب شوې وې.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ تایید کړه، چې له دې مسلې خبر دی او په دې اړه څېړنې روانې دي.