له اقلیمي تغیراتو سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ۱۰ میلیونه ډالره بودجه تصویب شوې ده

افغانستان ته له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره بودجه تصویب شوې ده. د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، دغه بودجه د چاپیریالي اسانتیاوو نړیوالې ادارې له‌خوا د کم وده هېوادونو صندوق شورا ناسته کې تصویب شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې نن یکشنبه «د کب ۲۶مه» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د چاپېریال ساتنې او د ځایي ټولنو د ژوند د ښه والي په برخه کې د ټولنې پر بنسټ د اقلیم بدلون ته د ځواب ویلو پروژه د ځنګلونو کرنې او د معیشت ښه والي له لارې تمویل شوې ده.

د دې پروژې ارزښت ۹.۹۸ میلیونه ډالر دی، چې د چاپېریالي اسانتیاوو نړیوال صندوق له لوري د کم وده هېوادونو د صندوق په شورا کې تصویب شوه.

له دې بودجې څخه ۸.۹۸ میلیونه ډالره د چاپېریالي اسانتیاوو نړیوال جي،اي،اېف له لوري او یو میلیون ډالر د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام د داخلي مالي همکارۍ له لارې برابرېږي.

یاده پروژه به د پنځو کلونو لپاره د بدخشان او کونړ په ولایتونو کې پلې کېږي، چې موخه یې د ځایي ټولنو د اقلیم بدلون پر وړاندې مقاومت زیاتول او د هغوی معیشت ښه کول دي.

د دې پروژې پلي کېدل د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (یو،اېن،ډي،پي) له لوري د طالبانو چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ ترسره کېږي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې پروژه کې د انعطاف وړ کرنې ترویج او د زیانمنو ځمکو احیا، د ټولنو د مقاومت لوړول او د معیشت ښه کولو ترڅنګ د تخریب شویو ځنګلونو بیا رغونه او د طبیعي سرچینو دوامداره مدیریت، د اوبو او خاورې ساتنه او د اوبولګولو سیسټمونو ښه والی، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو نباتي انواعو معرفي کول، د څړځایونو پراخول، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د اوبولګولو عصري سیستمونه رامنځته کول شامل دي.

په خبرپاڼه کې طالبانو ادعا کړې، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (یو،اېن، ډي،پي) د ګډو هڅو پایله ده او د اقلیم بدلون پر وړاندي د مبارزې او د هېواد د طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.