ویرات کوهلي وايي لا یې له نړیوال کرېکټ نه پر تقاعد فکر نه دی کړی

د هند د کرېکټ ملي لوبډلې مشهور توپ وهونکی ویرات کوهلي ویلي، چې تر اوسه یې لا له نړیوال کرېکټ څخه د تقاعد په اړه فکر نه دی کړی. کوهلي وايي، غواړي خپلو لوبو ته دوام ورکړي.

د استرالیا ملي لوبډلې پر وړاندې د هند د ټېسټ لوبلړۍ له بایللو وروسته د دغه هېواد مشهور کرېکټر ویرات کوهلي ویلي، چې ښايي نور اسټرالیا ته د لوبو کولو لپاره لاړ نه شي.

کوهلي ویلی، چې له اسټرالیا سره په لوبو کې نه ګډون یې د تقاعد په معنا نه دی او لاهم له کرېکټ لوبې خوند اخلي.

کوهلي په تېره نومبر میاشت کې له اسټرالیا سره د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې سلیزه وهلې وه او په یاده لوبلړۍ کې یې د ۲۳،۷۵ په اوسط یوازې ۱۹۰ منډې جوړې کړې وې.

کوهلي تېره ورځ د رویلې چلینجرز بنګلور په نوښت د هندي سپورټ په سرمشریزه کې ویلي، چې په ۲۰۱۴ کال کې په انګلستان کې یې هم ښې لوبې نه وې کړې او هغه مهال یې په بشپړه لوبلړۍ کې یوازې ۱۳۴ منډې جوړې کړې وې.

کوهلي وویل:«که تاسې له ما پوښتنه وکړئ چې زه څومره مایوسه شوی یم، نو د اسټرالیا وروستی سفر به ترټولو تازه وي. نو دا ممکن ترټولو شدید احساس وي چې زه ډیر مایوسه وم.»

همدارنګه نوموړی اسټرالیا کې د لوبو نه کولو په اړه وايي:«زه د ډیر وخت لپاره په ۲۰۱۴ کال کې د انګلستان سفر زهیرولم ځکه ما ښې لوبې ونه کړې خو هغه ته په ورته نظر نه شم کتلی. ښايي په څلورو کلونو کې بیا د اسټرالیا سفر ونه کړم، زه نه پوهیږم.»

ویرات کوهلي تېر کال د نړیوال جام له ګټلو وروسته له شل اوریزو لوبو تقاعد اعلان کړ، خو د رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې لپاره د انډین پریمیر لیګ (IPL) کې لوبېدو ته دوام ورکوي.

ویراټ وايي:«دا تقریبا د لوبې لپاره خوښۍ، خوند او مینې پورې اړه لري. تر هغه چې دا مینه وي نو زه به لوبې دوام ورکړم. زه باید په دې اړه ریښتنی واوسم.»

ویرات د تقاعد په اړه وویل:«مه وېریږئ، زه هیڅ اعلان نه کوم، اوس هرڅه سم دي.»

ویرات کوهلي د هند د ټېسټ لوبو یو مهم غړی پاتی شوی او تېره اونۍ یې د اتلانو جام په ګټلو کې هم مهم رول ولوباوه.