د تکواندو افغان لوبغاړي فرزاد منصوري د سپینو زرو مډال وګاټه

د تکواندو د کډوالو نړۍوال فډراسیون وایي، چې د دغه فډراسیون یوه افغان لوبغاړي د اوپن بلجیم د تکواندو په سیالیو کې د سپینو زرو مډال ګټلی دی.

یاد فدراسیون زیاتوي، چې فرزاد منصوري د خپلو فرانسوي او هالنډي سیالانو په ماتولو سره وروستي پړاو ته لاره پېدا کړه؛ خو په وروستي پړاو کې یې د خپل امریکایي سیال څخه ماتې وخوړه، چې له دې سره د سرو زرو د مډال له ګټلو پاتې شو.

فرزاد منصوري ۲۳ کاله عمر لري او څلور کاله د افغانستان د تکواندو ملي ټیم غړی و.

هغه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته انګلستان ته کډوال شو.

نوموړی اوس د تکواندو د کډوالو نړۍوال فډراسیون په چوکاټ کې خپلې لوبې پر مخ وړي.

اوپن بلجیم یو سپورتي او ټولنیز بنسټ دی، چې هر کال د نړۍ د ګڼو ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ برابروي.

دغه لوبې د بلجیم هېواد په کوربه‌توب ترسره کېږي.