سېنټکام: د داعش ډلې د وژل شوي دویم لوړپوړي مشر «ابو خدیجه» مېرمن ام حسین مو نیولې ده
د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندې سینټکام ویلي، چې د عراق استخباراتي او امنیتي ځواکونو سره د ګډو عملیاتو په ترڅ کې یې د داعش ډلې چیچنیایي غړې ام حسین نیولې ده.
سېنټکام زیاتوي، چې نیول شوې ام حسین د داعش ډلې د بهرنیو ترهګریزو عملیاتو مشر ابو خدیجه چې بشپړ نوم یې عبدالله مکي مصلح الرفيعي و؛ مېرمن ده.
سېنټکام ویلي، چې په دغو عملیاتو کې د داعش دوه نور غړي هم نیول شوي او دا یې د داعش شبکې د له منځه وړلو په برخه کې د عراق سره د ژمنتیا نښه بللې ده.
چیچنیایي ام حسین د عبدالله مکي مصلح الرفاعي مېرمن ده، چې د داعش تر ټولو په لوړه کچه پرېکړه کوونکی مشر او د نړۍوالو عملیاتو، لوژستیک او پلان جوړونې مسول و.
نوموړي د دغې ډلې د نړۍوال سازمان د مالي چارو د یوې مهمې برخې رهبري کوله، چې تېره ورځ په یوه هوایي برید کې د امریکایي ځواکونو لهخوا په نښه او ووژل شو.
د عراق لومړي وزیر محمد شیعه السوداني وویل، مصلح الرفاعي په عراق او ټوله نړۍ کې یو له خورا خطرناکو ترهګرو څخه و.
متحده ایالاتو په۲۰۲۳ کال کې عبدالله مکي مصلح الرفاعي د داعش د مشر په توګه د نړۍوال ترهګر په توګه د ترهګرو په تور نوملړ کې شامل کړ.
د امریکا د مرکزي قوماندې قوماندان مایکل اېریک کوریلا وویل:« موږ به د خپل هېواد او د متحده ایالاتو د متحدینو او سیمهییزو همکارانو د دفاع لپاره د ترهګرو لټون ته دوام ورکړو.»
قوماندان اېریک وویل، دا عملیات د امریکا او د هغې د سیمهییزو ملګرو لهخوا په عراق کې د ترهګرو ډلو سره د مبارزې او د متحده ایالاتو او متحدینو ګټو په وړاندې د بریدونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د پراخو هڅو یوه بېلګه ده.