د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت: ټاپي نللیکه ۱۰ کیلومتره د افغانستان خاوره کې بشپړه شوې

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو د لیږد پروژې عملي کار ۱۰ کیلومتره پرمختګ کړی دی. ښاغلي افغان د ټاپي ګازو د پایپ لاین د ویډیو په خپرولو سره وویل، چې د هوا په ګرمېدو سره به کار چټک او زیات شي.

همایون افغان د شنبې په ورځ زیاته کړه، چې د ټاپي پروژې د انرژۍ د زیربناوو د پراختیا په برخه کې د طالبانو د حکومت له لومړیتوبونو ده او د بشپړیدو د چټکتیا لپاره هيلي لري.

ټاپي په سیمه کې د انرژۍ یوه مهمه پروژو ده، چې طبیعي ګاز به له ترکمنستان د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته انتقال کړي.

د ټاپي ګازو د لیږد پروژه، چې په افغانستان کې د لویو زیربنایي پروژو یوه ده، موخه یې د سیمې د انرژۍ اړتیاوې پوره کول دي.

دغه پروژه همدارنګه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د اقتصادي همکارۍ او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا لپاره لاره هواروي.