د تاجکستان او قرغېزستان ترمنځ هوکړهلیک؛ طالبان یې د منځنۍ اسیا لپاره د سولې پېلامه بولي
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ( کب ۲۵مه) په یوې خبرپاڼه کې د تاجکستان او قرغېزستان ترمنځ د سرحدي کرښو د معلومولو پر سر له رامنځته شوي هوکړهلیک هرکلی کړی دی.
طالبانو ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه هوکړهلیک به په منځنۍ اسیا کې د دوامداره سولې او همکاریو نوی باب پرانېزي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوکړهلیک به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو تر څنګ د سیمې پر ټیکاو، اقتصادي ودې او د متقابل باور پر پیاوړتیا ځانګړې مثبتې اغېزې وکړي.
تاجکستان او قرغېزستان له تېرو شلو کلونو راهیسې د شاوخوا «۱۰۰۰ کېلومېټره» پولې پر سر له یو بل سره وسلهوالې نښتې کړې وې، چې سلګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.
په وروستي ځل د ۲۰۲۲ کال په سېپتمبر میاشت کې د دواړو لوریو لهخوا پر پوله سختې نښتې وشوې، چې په پایله کې یې ۱۳۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.
تر دغو نښتو وروسته دواړو هېوادونو په پوله کې پر یو بل د تګ راتګ لارې هم تړلې وې.
له تېرو دوو کالونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغه پولې پر سر لانجمن مذاکرات ترسره شول، چې بالاخره دواړه لوري د خبرو اترو په دغه پړاو کې یوې وروستۍ پرېکړې ته ورسېدل.
(د مارچ په ۱۳مه نېټه) د تاجکستان او قرغېزستان له لوري د سرحدي کرښو د معلومېدو په موخه تړن لاسلېک شو.
د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو امام علي رحمان او صادر جباروف له لوري په یوې انلاین غونډه کې د سرحدي بندرونو او تګ راتګ د بیا پیل لپاره لارې هم پرانېستل شوې.
د طالبانو ترمخه روسیې، امریکا، اروپايي ټولنې او ترکیې هم د تاجکستان او قرغېزستان ترمنځ له دغه تړونه هرکلی کړی دی.
دواړو هېوادونو د بندرونو د خلاصون پر مهال د خوښۍ ځانکړي مراسم هم نیولي وو او دغه چاره د ګاونډیاڼو ترمنځ د نویو اړیکو پیل هم یاد شوی دی.