د پیسو نړۍوال صندوق د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو اقتصادي پرمختګونو ته بیاکتنه کړې
د پیسو نړۍوال صندوق د خبرپاڼې له مخې، دغې نړۍوالې مالي ادارې د جمعې په ورځ د خپل اجرایوي بورډ نارسمي غونډه کې د افغانستان، یمن، ایران، سوډان، سوریې او تونس هېوادونو اقتصادي پرمختګونو ته بیاکتنه کړې ده.
دغه بنسټ په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې غونډه د هغو هېوادونو لپاره جوړه شوې وه چې د ۱۸ میاشتو څخه د ډېرې مودې په تېرېدو یې هم د پیسو نړۍوال صندوق سره د دغه بنسټ د څلورمې مادې له مخې خپلې مشورې نه دي شریکې کړې.
د پیسو نړۍوال صندوق د خپلې کاري کړنلارې په توګه چې په عامه معلوماتو تکیه کوي؛ په هرو ۱۲ میاشتو کې خپل اجرایوي بورډ ته د هغو هېوادونو د اقتصادي وضعیت په اړه معلومات ورکوي، چې له دوي سره یې مشورې ځنډېدلي دي.
په یاده غونډه کې د اقتصادي ودې د کموالي، د انفلاسیون د ننګونو او مالي بحرانونو په ګډون د دغو هېوادونو اقتصادي وضعیت وڅېړل شو؛ خو د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو له پیل راهیسې د پیسو نړۍوال صندوق له دغه هېواد سره خپلې رسمي اړیکې ځنډولې دي.
دغه نړۍوال بنسټ د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو له امله د افغانستان سره خپلې مالي مرستې او پرمختیایي پروګرامونه هم درولي دي.