مفتي منیر شاکر څوک و؟

مسکا سنګر نیازۍ

مسکا سنګر نیازۍ

مفتي منیر شاکر نامتو دیني عالم او د لشکر اسلام بنسټ اېښودونکی و، چې د یوه متنازع شخصیت په توګه پېژندل کېده. شاکر په ۲۰۰۴ کال کې د خېبر پښتونخوا په خېبر ضلع کې د لشکر اسلام بنسټ کېښود، چې ورپسې یې په دیني او سیاسي حلقو کې شهرت وموند.

مفتی منیر شاکر دیني خدمتونو کې لویه او مهمه ونډه لرلې ده.

هغه د معاصر علماوو له ډلې څخه و، چې د اسلامي علومو خپرولو، مسلمانانو ته لارښوونې ورکولو او د دیني پوهې په بیدارولو کې مهم رول لوبولی.

مفتی منیر شاکر د مولوي رحمت الله زوی و، چې په ۱۹۶۹ کال کې د کرک ولسوالۍ کې زېږېدلی و.

په ۲۰۰۴ کال کې یې د خېبر ولسوالۍ د باړې په سیمه کې وسله واله مذهبي ډله "لشکر اسلام" جوړه کړه.

هغه د دیوبندي مکتب فکر د پنج پیر څانګې استازی و او د "اشاعت توحید" تنظیم غړی هم پاتې شوی و.

مفتی منیر شاکر د ديني علومو په خپرولو باندې ټینګ باور درلود او په تدریس کې یې ډېر خدمتونه ترسره کړل.

هغه په مختلفو مدارسو کې تدریس وکړ او ګڼ شمېر زده کوونکو ته یې په بېلابېلو برخو کې دیني زده کړې ورکړې.

هغه په فقه، حدیث او قرآني علومو کې ژورې مطالعې لرلې.

د هغه درسونه یوازې په دودیزو دیني علومو پورې محدود نه وو، بلکې په معاصر مسایلو کې یې هم مهم رول ادا کړی.

مفتی منیر شاکر د تبلیغ او دعوت په برخه کې هم مهم خدمتونه ترسره کړي او د اسلامي اخلاقو او تعلیماتو خپرولو لپاره یې پراخې هڅې کړي دي.

هغه د جوماتونو، مدارسو او دعوتي غونډو له لارې خلکو ته د اسلام پیغام رسولو.

د نوموړي ویناوو او خطبو د خلکو په زړونو کې د دین سره مینه او اخلاص راوستلو او هغوی ته د اسلامي اصولو پر بنسټ د عمل کولو هڅونه کوله.

مفتی منیر شاکر د دیني علومو تدریس ورکولو تر څنګ، په جهادي میدان کې هم یوه مهمه او فعاله شخصیت و.

د هغه جهادي مبارزه د اسلام د اصولو او تعلیماتو په رڼا کې وه او دا مبارزه د دیني او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره وه.

که څه هم مفتی منیر شاکر د جهادي مبارزې په اړه قوي دریځ درلود، خو هغه تل د امن او انصاف لپاره هم غږ پورته کړی و.

هغه ویلي و، چې جهاد د ظلم د پای ته رسولو او د امن د رامنځته کولو لپاره دی.

په ۲۰۰۴ کال کې مفتی منیر شاکر د خېبر ولسوالۍ په باړه سیمه کې د "لشکر اسلام" په نوم تنظیم جوړ کړ او د اېف اېم راډیو له لارې یې خپل نظریات خپرول، چې په همدې وخت کې د پیر سیف الرحمان سره د هغه اختلافات پیدا شول.

پیر سیف الرحمان چې په ۱۹۸۰ کال کې له افغانستان څخه راغلی و او په باړه کې مېشت و په ۲۰۰۵ کال کې د خپل اېف اېم راډیو سټیشن جوړ کړ، ترڅو د مفتي شاکر نظریاتو ته ځواب ووايي. د دواړو ترمنځ وسله والې نښتې هم وشوې.

د ۲۰۰۶ د مارچ په ۲۹مه مفتي شاکر د پیر سیف الرحمان پر ضد د یوه ستر برید تیاري وکړه.

کله چې د دوی جګړه د سیمې د امنیت لپاره لوی ګواښ وګرځېده، نو د شپږو میاشتو وروسته قومي جرګې دواړه مشران مفتی شاکر او پیر سیف الرحمان له باړې څخه واېستل.

د مفتی منیر شاکر د پلار په وینا، هغه د کراچۍ هوایي ډګر څخه پورته کړل شوی و او شاوخوا دوه کاله تري تم و.

له خېبر څخه له وتلو مخکې مفتي شاکر هنګو کې د تدريس او ښوونې لړۍ بيا پيل کړه، خو وروسته بيا له پېښور سره نژدې ورمړ سيمې ته ولاړ.

که څه هم مفتي منیر شاکر له عام نظره غیب شو، خو د ده جوړ کړی تنظیم لشکر اسلام لا هم فعال پاتې شو.

وروسته د دې مشري منګل باغ واخیسته، چې د کلونو لپاره په شاوخوا سیمو په فعالیتونو کې مشهور و.

خو د دغو ډلو ترمنځ نښتې همداسې روانې پاتې شوې، چې ورپسې سيمه کې په لويه کچه پوځي عمليات وشول.

منګل باغ په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوې بمي چاودنه کې ووژل شو چې ورپسې د دې ډلې فعالیتونه محدود شول.

مفتي شاکر د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې د ریاستي جبر، پر پښتنو ظلم او د ترهګرۍ پر ضد جګړې کلک مخالف و.

هغه د پي ټي اېم جرګو ته هم تللو او د ۲۰۲۴ د اکتوبر په ۱۱مه یې په یوه ستر پښتون جرګه کې زړور ګډون وکړ.

دی د دغې جرګې یو مهم ویناوال و او د پښتنو د حقونو پر مبارزې او ويښتابه یې ټينګار کاوه.

هغه په خپلې وینا کې ویلي و، د پښتنو د عدالت غوښتنې جرګه د پښتون قوم د خیر، ښېګڼې لپاره جوړېږي او په دې کې د هېڅ قوم او هېڅ ټبر د شر لپاره پرېکړه نه کېږي.

هغه زیاته کړې وه، چې خېبر دره د پښتنو خاوره ده او پښتانه د هېچا اجازې ته اړ نه دي چې په خپله خاوره د جرګې لپاره له چا اجازه تر لاسه کړي.

مفتی منیر شاکر یو بې باکه او توند مزاجه شخصیت و، چې د همدې له کبله یې زرګونه پلویان پیدا کړل، خو ورسره یې ډېر مخالفین هم لرل.

په وروستیو کلونو کې د خپلو بیانونو له امله په فېسبوک او ټولنیزو رسنیو کې ډېر مشهور شو.

مفتي منیر شاکر د خپلو سخت دریځو نظریاتو له امله تل یوه متنازع شخصیت ګڼل کېده.

هغه به په پیښور کې مختلفو عوامي غونډو کې ګډون کاوه او د خپلو بیاناتو له امله به اکثره د خبرونو سرټکی و.

شاکر په یوې مرکه کې ویلي و، چې د حديثو کتاب نه مني، ويل یې "د الله له کتابه علاوه د انسان هر يو کتاب منم، خو د قرآن مطابق چې وي."

مفتي زیاته کړه: "منکر له يوه کتابه هم نه یم، خو معيار مې ورته قرآن دی."

شاوخوا شپږ یا اووه کاله مخکې، مفتی منیر شاکر ته د "اشاعت توحید" له ډلې سره سخت اختلافات پیدا شول.

له دې وروسته هغه نه یوازې له سیاسي او جماعتي اړخه بېل شو، بلکې د "اهل قرآن" منهج یې اختیار کړ او د اهل سنت مشهور مذهب یې هم پرېښود.

په دې اړه هغه څو کتابونه ولیکل لکه البرهان علی من اعراض عن القرآن، الفرقان بین عبادالرحمن، الفرقان بین دین الرحمن و دین ایران او کیا ہمارے نبی صلی اللہ علیہ وسلم جادوگر نے شکست دی.

په دې کتابونو کې هغه هڅه وکړه، دا ثابته کړي چې د ایران اړوند خلکو جعلي احادیث د اهل سنت مهمو کتابونو لکه بخاري او مسلم ته داخل کړي ترڅو دین بدل کړي.

د هغه په نظر اصلي دین یوازې هغه دی چې قرآن مجید بیان کړی دی.

علماوو د هغه افکار افراطي ګڼل او له دې امله یې ترې فاصله اخیستې وه.

مفتی شاکر څو ورځې مخکې يوه وينا کې ويلي وو، چې پر واټساپ ګواښونه ورته کېږي او د دغو ګواښونونه سکرينشاټونه یې ځايي پولیسو حوزه کې له نورو بېلګو سره شریک کړي وو.

ده د منبر پر سر او ځينو ویډیوګانو کې بیا بیا ویل چې ژوند ته یې ګواښونه کېږي او په ټکو یې "که په نښه شي مسئولیت به یې د پاکستاني ادارو پر غاړه وي."

پر مفتي منیر شاکر څو ځله پخوا هم د بریدونو هڅه شوې وه او هغه د پاکستان پر دولتي ادارو تور لګاوه چې غواړي په نښه یې کړي."

مفتی منیر شاکر د دیني او علمي خدمتونو سره - سره، په جهادي مبارزه کې هم مهمه ونډه درلوده.

د هغه جهادي مبارزه د اسلامي اصولو پر بنسټ وه، چې هدف یې د ظلم په وړاندې مقاومت، د اسلام ساتنه او د اسلامي حکومت جوړول و.

د هغه مبارزه خاص اهمیت لري او د هغه نظریات او ویناوو دې لاره کې ډېر مسلمانان هڅولي دي.

مفتي منیر شاکر د شنبې په ورځ د مارچ په ۱۵مه د پېښور شګي قلعه توحید اباد کې د خپلې مدرسې مخې ته د مازیګر پر وخت په یوه چاودنه کې ووژل شو.

له مفتي شاکر یوه مېرمن او د عبدالرحمن شاکر او عبدالله شاکر په نوم دوه زامن پاتې شول.