عبدالباري جهاني: مفتي منیر شاکر د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) وواژه
د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني د مفتي منیر شاکر په مړینه خواشیني ښودلې او د پاکستان استخباراتي اداره (ای اېس ای) یې د نوموړي په وژنه تورنه کړې.
نوموړي همدا زار ویلي، چې منیر شاکر د خرافاتو پر ضد کلکه مبارزه وکړه او د ملایانو دوکانداري یې خرابه کړه.
مفتي منیر شاکر نن شنبه د مازیګر لمونځ لپاره جومات ته روان و، چې چاودنه پرې وشوه او ټپي حالت کې جرنیلي روغتون ته یوړل شو، خو وروسته د سختو ټپونو امله ومړ.
له نوموړي سره پنځه کسان نور هم په دغه چاودنه کې ټپیان شوي دي.
عبدالباري جهاني په خپله فېسبوک پاڼه کې د مفتي منیر شاکر په اړه لیکلي: «زما په ټول اوږده ژوند کې مې د مفتي منیر شاکر په څېر هر اړخیز دیني عالم او زړور او خوله ور انسان نه وو لیدلی. زړه ته مې نه لوېږي چې زما په باقي پاته ژوند کې دې بیا د هغه په څېر زړور دیني عالم ووینم او فکر نه کوم چي د پښتنو بدبخته قوم دې بیا په ډېرو زمانو کې داسې خوله ور او زړور انسان وویني».
جهاني د منیر شاکر د مبارزې په اړه لیکلي: «مفتي منیر شاکر د خرافاتو، پیرانو او تاجرو ملایانو، چې نن ورځ یې بازار ډېر تود دی، داسي دوښمن وو چې هغوی یې د زغملو حوصله نه درلوده او باید چې حوصله یې نه درلودلای. هغه د ملایانو له خولې ناروا پیسې راګرځولې. هغه د پیرانو لنګرونو ته تاوان رساوه. هغه خلک د اسلام د دین واقعي او حقیقی مفهوم او مطلب ته متوجه کول».
د اطلاعاتو او کلتور دغه پخوانی وزیر وایي، مفتی منیر شاکر یوازې زړور او خوله ور دینی عالم نه وو، بلکې هغه د پښتنو د ځوان مشر منظور پښتین ترڅنګ په نره ودرېد چې د ګوتو په شمېر ملایانو به یې جرات کړی وي او یا یې ښايي نه وي کړی.
یاده دې وي، چې منیر شاکر د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړی هم وو،
عبدالباري جهاني د نوموړې په وژنه د پاکستان استخباراتي اداره (ای اېس ای) تورنه کړې او ویلي یې دي: «شهید مفتي منیر شاکر د لر او بر پښتنو ګډ رهبر وو. د ای اېس ای او د دې منحوسې جاسوسې شبکې په زرګونو مزدورو او تالۍ څټو مُلایانو د هغه په پاکه وینه لاسونه سره کړل. هغه زړور شهید په خپله هم د خپل شهادت وړاندوینه کړې وه، خو د خواشینۍ ځای دا دی چې نور د هغه ځای داسې تش شو چې په پنځوس کاله نور به یې هم څوک ډک نه کړي. حق متعال دې د هغه قاتلان او ټول هغه کسان چي د هغه په شهادت خوشاله شوي وي په سزا ورسوي».
مفتي منیر شاکر دیني عالم او قامپاله شخصیت وو، چې د ولس د بېدارۍ لپاره یې مبارزه کوله.
نوموړی یو له هغه علماو څخه وو، چې د پښتنو ملایانو پر ضد یې هم څرګندونې کولې او دوی یې د اسلام دین په ناسم عامه پوهاوي تورنول.
ددې ترڅنګ مفتي شاکر د پاکستان په حکومت سختې نیوکې کولې او ویل یې چې پالیسي یې د پښتنو پر ضد جوړه کړې.
دغه ستر عالم د شنبې په ورځ د ماذیګر د لمانځه پر مهال د جومات په دروازه کې د ځای پر ځای شوي بم د چاودنې له امله ټپي شو، خو وروسته په روغتون کې د ټپو له امله ومړ.