له بګرامه نه صبرېدونکی ټرمپ: د بګرام پوځي اډه اوس د چینایانو په ولکه کې ده
ډونالډ ټرمپ تازه د امریکا په عدلیې وزارت کې ویلي، له افغانستانه د جو بایډن ادارې پر مهال د امریکایي ځواکونو نامسووله وتو له کبله اوس د بګرام هوایي اډه د چین لاس ته لوېدلې ده.
ټرمپ نیوکه کړې، امریکا باید د بګرام هوایي اډه کې ځکه پاتې شوې وه چې له هغه ځایه یې د چین پر اټومي او هستوي انرژۍ په ښه توګه څار کولای شو.
هغه زیاته کړه:« بګرام د چین له اټومي وسلو سره اېله یو ساعت واټن لري».
ټرمپ ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتو له امله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سترګې وکړې او ورته زمینه برابره شوه؛ څو په اوکراین برید وکړي.
ټرمپ تر دې دمخه هم ورته څرګندونې کړې وې او ان ګواښ یې کړی و، چې د بګرام پوځي اډه به بېرته ونېسي.
طالبانو د ډونالډ ټرمپ دغه ډول څرګندونې پخوا هم غندلې وې او پر بګرام پوځي اډه یې د چین د ولکې ادعاوې رد کړې دي.
ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې په وار، وار تکراروي، چې طالبانو له بل هر هېواد پرته له چین سره په بې سارې توګه خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.
چین لومړنی هېواد و، چې ولسمشر یې ان د طالبانو د ډېپلوماټیک استازي باورلیک ومانه او ان ډېپلوماتیکه راشه درشه یې هم تر نورو ډېره ده.
همدا راز چینایي پانګهوالو هم افغانستان ته مخه کړې او همدا اوس د کانونو په سکټور کې چینایان تر نورو ډېر پر پانګونې بوخت دي.
کارپوهان وایي، چین هېڅکله په افغانستان کې د امریکا د اقتصادي مرستو تر څنګ د سیاسي همکاریو تشه نشي ډکولای او ښايي طالبانو سره ځکه بېجینګ خپلې اړیکې نورمال ساتي چې ګوندې په دغه هېواد کې د چین ضد وسلهوالې ډلې پناه ځایونه ونه مومي.
ټرمپ همدا راز طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ۷مېلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت ورڅخه پاتې وسلې او پوځي تجهیزات به هم بېرته واخلي؛ خو طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، دغه پوځي وسایل ورته د «غنیمت» په توګه پاتې شوي دي.