محسن داوړ: مفتي منیر شاکر د سولې او عدالت غوښتنې قرباني شو

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او د پاکستان پارلمان پخواني غړي محسن داوړ مفتي منیر شاکر د خلکو لپاره د سولې او عدالت غوښتنې قرباني یاد کړی او وایي: «زموږ سیمه یو ځل بیا زموږ د خلکو د وژنې په ځای بدلېږي.»

نوموړی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې مفتي منیر شاکر نن شنبه د یوې بمي چاودنې په پایله کې ټپي شو او وروسته یې بیا روغتون کې سا ورکړه.

له نوموړي سره پنځه کسان نور هم په دغه چاودنه کې ټپیان شوي دي.

محسن داوړ په خپل اېکس کې لیکلي: «مفتي منیر شاکر په پېښور کې په یوه برید کې شهید شو ځکه چې هغه زموږ د خلکو لپاره د سولې او عدالت غوښتنه کوله. ترهګري په پښتونخوا کې بې کنټروله خپرېږي. زموږ سیمه یو ځل بیا زموږ د خلکو د وژنې په ځای بدلېږي».

منیر شاکر د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړی هم وو، چې د دغه غورځنګ په خېبر جرګې او قامي عدالت کې تر نورو ډېر فعال وو.

مفتي منیر شاکر پښتون دیني عالم او قامي شخصیت وو، چې په لنډه موده کې د خپلو دیني او قامي بیانونو له امله ډېر زیات مینه وال پېدا کړل.

نوموړي په خپلو بیانونو کې په پښتنو ملایانو هم نیوکې کولې او دعوه یې کوله، چې د اسلام په اړه ناسم پوهاوی خلکو ته وړاندې کوي.

د پښتنو دغه ستر عالم او ملتپاله شخصیت نن ماذیګر د خېبر پښتونخوا په اورمړو کې د جومات په دروازه کې د بم د چاودنې په پېښه کې ټپي او وروسته په روغتون کې ومړ.