طالبان شتمنو ته: ژر تر ژره له خپلو پانګو څخه بېوزله افغانانو ته زکات ورکړئ
د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خپلو محتسبانو ته امر کړی، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شتمن کسان دې ته وهڅوي؛ څو له خپلو پانګو او مالونو څخه بېوزله افغانانو ته زکات ورکړي.
د طالبانو یاد وزارت د (کب ۲۵مه) د شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې له شتمنو کسانو غوښتنه کړې، چې باید د روان لمریز کال تر پایه پورې د خپلو شتمنیو څخه ۲.۵ سلنه زکات بېل کړي او پر بېوزله افغانانو دې ووېشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د امربالمعروف وزارت د قانون له مخې متحسبان اړ دي چې پر شتمنو کسان وګرځي او د خپلو پانګو په برخه کې یې د زکات وېش ته وهڅوي.
طالبانو له شتمنو کسانو غوښتي؛ څو زکات د ورکړې په برخه کې له بېړې کار واخلي.
طالبانو د زکات ورکړه د فقر د لمنځه وړلو په برخه کې مهم اقدام بللی دی.
ویل کېږي د طالبانو محتسبانو په یو شمېر ولایتونو کې تېر کال هم په جبري توګه سوداګر او شتمن کسان اړ کړي وو؛ څو د دوی په خوښه زکات ووېشي.
د راپورونو له مخې، طالبان شتمن کسان اړ باسي؛ څو د دوی په خوښه ټاکل شويو کسانو ته زکات ورکړي او خلک بیا د دغه چلند څخه خوښ نه دي.
خو دیني عالمان وايي، هغه کسان چې د زکات د ورکړې نصاب یې پوره کړی وي حق لري چې د خپلې خوښې له مخې بېوزله کسان وټاکي او بیا پرې زکات ووېشي.