یون پښتنو ته: که لاس په کار نه شئ، نو نه به مو د سر سړی پاتې شي او نه هم د منبر

د پوهنتون استاد اسماعیل یون د دیني عالم مفتي منیر شاکر د وژل کېدو په غبرګون پر ټولو پښتنو غږ کړی: «که ژور فکر و نه کړئ او لاس په کار نه شئ، نو نه به مو د سر سړی پاتې شي او نه هم د منبر.»

یون په خپلې فېسبوک پاڼه کې مفتي شاکر د پښتنو لپاره ښه مبارز او د علم او ترقۍ په برخه کې با جراته دیني عالم یاد کړی او زیاته کړې یې ده: «مفتي منیر شاکر د خرافاتو پر ضد یو روښانه څراغ و، یو دینپاله او ملتپاله دیني عالم و، یو ژبور او زړور انسان و. د پښتنو په وروسته پاتې او محافظه کاره ټولنه کې یې د دیني منطق یو نوی باب پرانیست، د منطق پلوشو یې یو مثبت ذهني انقلاب ته لاره پرانیسته، په ملي مبارزه کې د خپل قام د زړورو ځوانانو تر څنګ ودرېد، زبردسته مبارزه یې وکړه، د جرات او متانت څراغ یې بل کړ. د علم ، ترقۍ او تمدن لپاره یې دیني منطق په څرګند ډول بیان کړ.»
نوموړي همداراز وویل، که څه هم د مفتي شاکر ژوند له مخکې له ګواښ سره مخ و او اټکل کېده چې نوموړی به له ورته پېښې سره مخ کېږي، خو له دې ګواښونو سره - سره یې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ.
د پوهنتون استاد اسماعیل یون وایي: «ډېر کله داسې اټکل کېده چې د زمانې ښامار به یې تر ستوني تېر کړي ، هغه د ښار په خوله کې لاس وهه ، غوښتل یې د ښامار غاښونه وباسي ، لعل ترې رابهر کړي ، خو ښامار پرې دمخه شو او زموږ د زمانې دا مومن خان یې په وینو رنګ کړ.»
دا په داسې حال کې ده، چې د مفتي شاکر زوی هم د هغه له وژل کېدو وروسته په یوې وینا کې وویل، چې په ځلونو یې پولیسو ته د شاکر د ژوند د ګواښونو په اړه راپور ورکړی و، خو پولیسو دې مسلې ته جدي پاملرنه و نه کړه.
‏د کوزې پښتونخوا نامتو ديني عالم مفتي منير شاکر نن ماذیګر د پښتونخوا په اورمړ سیمه کې په یوه جومات کې د چاودنې له امله ټپي شوی و، چې وروسته یې بیا روغتون کې ساه ورکړه.