ديني عالم مفتي منیر شاکر په چاودنه کې ټپي شو
پښتونخوا کې مشهور دیني عالم مفتي منير شاکر باندې له خپل جومات سره نږدې چاودنه شوې او نوموړی او څو نور کسان پکې ټپي شوي دي. منیر شاکر تر دې مخکې بیا بیا د پاکستان پر حکومت نیوکه کوله، چې ژوند یې له خطر سره مخ دی، خو د امنیت لپاره وسله نه ور کوي.
پاکستاني پولیس د چاودنې تاییدولو سره وايي چې دا چاودنه د پېښور د اورمړ تاڼې د میره کچوړي سيمه کې په یو جومات کې شوې ده.
پولیس زیاتوي ، چې په دې چاودنه کې د مفتي منیر شاکر په کډون څلور کسان ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د منير شاکر د روغتيايي وضعت په اړه څه نه دي ويل شوي.
مفتي منیر شاکر له دې وړاندې ویلي چې پاکستاني امنیتي ادارو ورته ویلي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی او د خپل ځان د ساتلو لپاره تدابیر ونیسي.
نوموړي د پاکستان پر امنیتي ادارو هم نیوکې کړې وې چې د ده د امنیت په برخه مرسته نه کوي.
تر اوسه پورې کومې وسلې ډلې د برید په غاړه نه دی اخیستی.
مفتي منیر شاکر د خیبر په باړه کې یو وخت د لښکر اسلام قومندان و، خو پر ۲۰۰۹ تر عملیاتو وروسته له هغه ځای ووت.
مفتي منیر شاکر چې د یوې مدرسې مشري هم کوي، له څو کلونو راهیسې هم پر ملایانو او حکومت د نیوکو له امله مشهور دی او په پښتنو ځوانانو کې ډېر منیوال لري.
مفتي منیر شاکر د پښتنو د حقونو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی هم دی.
نوموړی په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو د بندیز هم مخالف دی.