پاکستان د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو ډویس جام په نوم د ټینس لوبو اتلولي وګټله

د پاکستان دولتي راډیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ټینس ځوانانو لوبډلې په ډویس جام کې اندیونیزیا ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۵ کال اتلولي په خپل نوم کړه. پاکستان دې بري سره د اسیا ځوانانو جام ته لار پیدا کړه.

د ځوانانو ډویس جام ټینس لوبې چې د مالیزیا په کوربه توب پیل شوې وې د پاکستان لوبډلې په پایلوبه کې اندوینزیا ته ۲ـ۱ ماتې ورکولو سره اتلولي وګتله.

د دغې اتلولی ګتل د پاکستان لپاره خورا ارزښمند بلل شوي.

د پاکستان د ټینس لوبو فدراسیون وایي، لوبډلې یې په ټورنمنیټ کې د خپلو سیالانو په وړاندې هیڅ ماتې نه ده خوړلې او خپلې ټولې لوبې یې ګټلې دي.

پاکستان په دغه ټورنمینټ کې ویتنام بنګله دېش، ترکمنستان او عراق لوبډلو ته ماتې ورکړې.

د پاکستان د ټینس لوبو فیدراسیون وايي، پاکستان د ځوانانو ډویس جام له اتلولۍ ګټلو وروسته د اسیا ځوانانو ډویس جام ټینس لوبو ته لار پیدا کړه.

د فدراسیون د معلوماتو له مخې د اسیا ځوانانو ډویس جام ټینس لوبې د قزاقستان په کوربه توب د روان کال په می میاشت کې پیلیږي.

ډویس جام د ټینس نړیوال فدراسیون له خوا د ۱۶ کلنو او کم عمره لوبغاړو لپاره دي او په نړۍ کې د ټینس یو له مهمو ټورنمنټونو ګڼل کیږي.