منظور پښتین د منیر شاکر په تړاو؛ د پښتنو مشرانو سرونه پرې شول خو ټيټ نشول

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د مفتي منیر شاکر د وژنې په تړاو ویلي: «د حق غږونه به پرې شي خو ټيټ به نه شي.» نوموړي مفتي شاکر د ظلم او جبر خلاف قوي غږ یاد کړی.

مفتي منیر شاکر نن شنبه هغه وخت مړ شو، چې د مازیګر لمانځه لپاره جومات ته روان و او پرې چاودنه وشوه.

له نوموړي سره پنځه کسان نور هم په دغه چاودنه کې ټپیان شوي دي.

منظور احمد پښتین په خپلې فېسبوک پاڼې د نوموړي د وژنې په اړه لیکلي:« د ظلم او جبر پر خلاف یو قوي غږ، ښاغلی مفتي منیر شاکر په شهادت ورسول شو. په دې پیښې واقعاً موږ ټول ملت ډېر غمجن یو.»

پښتین په دغه پوسټ کې د پښتنو مشرانو او ځوانانو د وژنو او مفتي منیر شاکر په تړاو لیکلي، چې د حق په برخه کې یې «سرونه پرې شول، خو ټيټ نشول».

نوموړی زیاتوي: «هغه وخت، چې د وخت حاکم به د رښتیا ویلو په سزا سرونه پرې کول، په هماغه وختونو کې د پښتنو مشرانو او ځوانانو د هر ډول مزاحمتي وسیلو د نشتون باوجود، د حق او رښتیا غږ په جرأت پورته کاوه او مبارزه یې کوله».

منیر شاکر د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړی هم وو، چې د دغه غورځنګ په خېبر جرګې او قامي عدالت کې تر نورو ډېر فعال وو.

مفتي منیر شاکر پښتون دیني عالم او قامي شخصیت وو، چې په لنډه موده کې د خپلو دیني او قامي بیانونو له امله ډېر زیات مینه وال پېدا کړل.

نوموړي په خپلو بیانونو کې په پښتنو ملایانو هم نیوکې کولې او دعوه یې کوله، چې د اسلام په اړه ناسم پوهاوی خلکو ته وړاندې کوي.

د پښتنو دغه ستر عالم او ملتپاله شخصیت نن ماذیګر د خېبر پښتونخوا په اورمړو کې د جومات په دروازه کې د بم د چاودنې په پېښه کې ټپي او وروسته په روغتون کې ومړ.