په برېټانیا کې د طالبانو ضد پر یو افغان فعال د برید په تور پولیسو دوه کسان نیولي دي
د برېټانیا پولیسو خبر ورکړی، چې د کډوالۍ ادارې اړوند د یوه هوټل دننه یې د طالبانو ضد پر یو افغان فعال د شوي برید په تور دوه کسان نیولي دي.
د ناطق ملک زاده په نوم یو ۲۹کلن افغان فعال او خبریال چې د طالبانو د سختدریځې اسلامي مفکورې پر ضد فعالیتونه کوي؛ (د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه) په هوټل کې د خپلې کوټې دننه پرې د دوو کسانو له لوري برید شوی و.
هغه په دغه برید کې په سینه، لاس او اوږو ټپي شوی دی.
نوموړي اینډېپینډینټ رسنۍ ته ویلي، په دغه هوټل کې یې له ځینو هغو افغان پناه غوښتونکو سره چې د طالبانو ملاتړ یې کاوه؛ د ښځو د حقونو په اړه بحثونه کړي وو او د هغه همدا بحثونه د تاوتریخوالي لامل شوي وو.
ملک زاده د هوټل کارکوونکو ته ویلي وو:« زه د دغو خلکو له لاسه تښتېدلی یم؛ خو اوس له همدوی سره یو ځای اوسېږم».
تر برید شاوخوا لس ورځې وړاندې ملک زاده د پناه غوښتنې قضیه هم منل شوې وه او د کار موندلو پسې یې هڅې کولې.
د برېټانیې د همپشایر سیمهییزو پولیسو ویلي، چې د شپې په شاوخوا یوولس بجو د برید راپور ورکړل شو.
پولیسو د ۲۵ او ۲۹ کلونو ترمنځ دوه مشکوک کسان د برید په تور نیولي دي.
پولیسو دا پېښه ځانګړې بللې او ویلي یې دي، چې عامو خلکو ته کوم جدي خطر نه شته.
ملک زاده یوه شپه په روغتون کې تېره کړه او بیا د لاس د جراحۍ لپاره بل روغتون ته ولېږدول شو.
هغه د طالبانو ښکاره مخالف دی او په خواله رسنیو کې یې د طالبانو پر ضد دریځ نیولی.
د همپشایر د پولیسو مشر گیلیان کاکس ویلي:« زه پوهېږم چې دې پېښې به د ځايي خلکو لپاره اندېښنه پیدا کړې وي؛ خو غواړم ډاډ ورکړم چې دا یو منفرد مورد دی او له تېرو پېښو سره تړاو نه لري. د پولیسو څېړنې لا هم دوام لري».