بُتان څنګه جوړېږي؟
بُت چې ځینې پښتانه لیکوال یې (بوت) هم لیکي، ګڼ وییپوهان یې له ( بُد، بُدهـ، بودا) څخه رااخیستل شوی نوم ګڼي. بودیزم د تاریخي افغانستان د یوې پراخې جغرافیا دین و او په ټوله بودايي سیمه کې د بودا پژې (مجسمې) جوړېدې، ځکه نو د هغه نوم د بُت په بڼه پر ټولو پژو/ مجسمو عام شوی دی.
پژې یا بُت ته په عربي «صنم»، په انګریزي« Idol» ، په زړه پارسي«اُزْدِس» او په اوستا کې «بوئی تی دَئِوَ» وايي.
په پښتو، دري، اردو او ځینو ژبو کې بُت او صنم د معشوقې او ښکلې څېرې لپاره د استعارې په توګه هم کارول کېږي:
موشګاف حمید ماشوخېل وایي:
خط پرمخ د صنم راغی، که سپوږمۍ شوه په هاله کې
دا یې غاښ په خوله کې زېب کا، که ژاله شوه په لاله کې
خوشال خان خټک په خپل یوه دري شعر کې فرمايي:
هـر که از نظارهٔ روی بتان منعم کند
پند او گیرم به دل در دل نمیآید مرا
داسې هم نه ده، چې هرمهال او د هرې مجسمې دې خامخا عبادت وشي، ځینې یې د ښکلا، هنر او تاریخي اهمیت له نظره هم ارزښت مومي.
له خورا زړې زمانې پژې یا مجسمې د دوو موخو لپاره جوړېدې، لومړی: د ګروهې له مخې د یوه خیالي اساطیري ځواک د تجسم او بیا پرښتنې (عبادت) و لمانځنې لپاره، دویم د ځینو مهمو شخصیتونو د درناوي او څېرو د یادساتنې لپاره، لکه اوسنۍ انځورګري یا عکاسي.
زموږ په ژبو کې د عادي پژې/ مجسمې او بُت ترمنځ توپیر همدا دی، چې بُت پرښتل کیږي، خو نورې پژې یا هنري ارزښت لري یا د تاریخ او لرغونپېژندنې لپاره د علمي – تاریخي څېړنو لپاره مهم دي. په بامیان کې د سلسال و شهمامې لویې مجسمې تر اسلام سپېڅلي دین راتلو روسته نهلمانځل کېدې او یوازې یې تاریخي – لرغونپوهنیز ارزښت درلود.
دا چې لومړنیو انسانانو چېرته و څه وخت لومړني بُتان جوړ کړي؟ لا هم څرګنده نه ده، په سمڅو او مغارو کې د خورا لرغونیو انسانانو په لاسونو کښل شوي انځورونه او بیا خټين و ډبرین تراشل شوي شکلونه هرځای موندل شوي، خو په تمدني حوزو کې له هیند نه رانیولې، تر اریانا و زاړه عراق و مصر و یونان و روم پورې ټولو حوزو د بُتانو جوړول د ګروهې او د نورو پژو جوړول د هنري تجسم لپاره تجربه کړي دي. په هیندوستان کې د براهما، ویشنو، شیوا او بودا ګڼې پژې له زړو زمانو راپاتې دي. د اریانا په لرغونیو زمانو کې د بودا د مجسمو تر څنګ د سوریا، میترا او لمرپرښتنې همداراز د ګڼو نورو سیمهيیزو خدایګوټو یا مهمو شخصیتونو مجسمې جوړې و راپاتې دی. د نورستان لرغونې حوزې خپل خدایګوټي او د هغوی لرګین بُتان لرل، د زاړه بینالنهرین و مصر ګڼ خدایګوټي و فرعونان بیا د یونان تر زئوس، هرا، اتنا، ارتمیس و هرکل یا په روم کې د ژوپیتر، ژونو، دیانا، وینوس او سلګونه نورو اساطیري مجسمو پورې چې د ټولو پېژندنه د دې لیکنې کار نه دی. د پرښتنې (عبادت) لپاره د لمر، انسان، ځناور یا بوټي و بل څه په شکل کې په ګڼو بشري حوزو کې پژې تراشل شوې یا جوړې شوې دي.
عربو هم د اسلام تر سپېڅلي دین مخکې خپل بُتان لرل، ان چې په کعبه کې یې هم خپل بُتان ایښي وو، د دوی مشهور بتان؛ هبل، لات و منات و عزی و بعل، ود، یغوث، یعوق و نسر او داسې نور نومېدل، جالبه یې دا ده، چې د دوی ګڼ بُتان ښځینه او د لویو خدایګوټو لوڼې ګڼل کېدې.
د ابراهیمي دینونو تر څنګ په تاریخ کې د نړۍ ځينو نورو دینونو هم بُتلمانځنه شرک ګڼلې او منع کړې یې ده. په هیندي لرغونیو دینونو کې هم داسې ګروهې وې، چې یو څښتن یې مانه او د بُتانو له جوړولو یې خلک راګرځول. په ګڼو ټولنو او باورونو کې بُتان پخپله خدایان نهِ، بلکې د خدایانو نښې، سېمبولونه، تجسم او د اړیکو وسیله ګڼل کېدل. په دې توګه هر لومړني وګړي یا دیني مرجع چې له خپل څښتن ( معبود) څخه کوم تصور درلود، د هماغه تصور پر بنسټ یې یو تصویر جوړاوه یا یې ډبره تراشله یا یې لرګي، وسپنه، خټه، ګچ یا کوم بل څه ته بڼه ورکوله، چې ګواکې د هغه په ذهن کې د شته معبود استازولي وکړي. د نویو انساني پوهنو څېړونکي له همدې ځایه دې باور ته رسېدلي، چې بُتان، د یوه ټاکلي هدف لپاره، په لومړي سر کې د انسانانو په ذهنونو کې جوړیږي او بیا روسته د هغوی د جوړښتي کړنې پربنسټ فیزیکي بڼه مومي. بله مانا یې دا ده، چې بُتان له پیله بهرنی شتون نه لري، بلکې د انسانانو ذهني پنځونې دي، چې هغوی ته مادي بڼه (هیئت) وربښي.
زموږ د دغې لیکنې اصلي موخه همدغه څه دي. په دې لیکنه کې هڅه کیږي، چې د بُتانو زېږنځای او سرچینه وپېژندل شي او په دې خبره وشي، چې د بُت اړتیا څنګه رامنځته کیږي؟ اړتیا یې څه ده؟ په ذهنونوکې څنګه راپنځیږي، تصورکیږي او څنګه د پرښتنې/ عبادت تر بریده رسیږي؟
د بُتان ذهني پنځېدنه په موډېرنه زمانه کې هم روانه ده، یوازې یې فیزیکي او د پرښتنې بڼې بدلیږي. دا یوازې لرغوني انسانان نه وو، چې د ډبرو او لرګیو بېوسه اجسام یې پرښتل، بلکې نننی انسان هم ډېر داسې څه خپلې مخې ته ایښي دي، چې لمانځي یې او ان عبادت یې کوي او سپېڅلي یې ګڼي یا یې په نورو انسانانو د سپېڅلو توکیو په څېر تپي.
دا حتمي نهده چې بُتان دې خامخا جسم ولري، د نننۍ زمانې ګڼ بُتان د خرافاتو، فکرونو، باورنو او فرهنګي ارزښتونو یا ټولنیزو عادتونو په بڼه راڅرګندیږي.
بُتپرښتنه (بُت پرستي) هغه وخت پیلیږي، چې له دیني باورونو څخه د یوشمېر انسانانو د ګټې وټې، واک و ځواک د ترلاسه کولو لپاره تحریف او ځانګړي تعبیرونه و تفسیرونه راپیل شي. دا مسئله به په لاندې شننه او بېلګو کې لا پسې ښهترا وپېژنو.
په پیل کې مو وویل، چې د بُت ویی هم د بودا له نامه څخه اخیستل شوی ګڼل کیږي، ځکه په بودیزم کې د بودا پژې هرځای جوړې شوي او ښايي تر هر بل مکتب و مذهب ډېر بُتان په بودیزم پورې اړه ولري، خو ان همدا بودیزم هم په پیل کې له بُت جوړونې یا بُت جوړېدنې سره موافق نه و، ځکه بودیزم دین نه، بلکې د ژوندکولو د یوشمېر اصولو او کړنلارو ټولګه وه، چې روسته روسته د دین بڼه ورکړل شوه او د بودا بُتان یې بشریت ته په میراث پرېښول.
راځئ په خورا لنډو ټکیو کې وګورو، چې بودیزم څه وو او روسته څه شو:
بودا څه غوښتل؟
بودا (سدهارتا ګوتما) چې په شپږمه یا پينځمه مخزېږدې پېړۍ کې یې ژوند کاوه، غوښتل چې انسانان له درد و کړاو، رنځ او ناخوښۍ څخه وژغورل شي. هغه باور درلود چې د ژوند اصلي ستونزه دوکها Dukkha (درد و رنځ) ده او دا ستونزه د انسان له نفسي غوښتنو څخه رامنځته کېږي. بودا وویل: که څوک له نفسي غوښتنو او مادي تړاوونو ځان خلاص کړي، نو هغه به نیروانا (حقیقي ازادي او روښانتیا) ته ورسېږي.
د بودیزم فلسفه په څلور اصلي حقایقو ولاړه ده: (۱) ژوند رنځ لري، (۲) د رنځ لامل نفسي غوښتنې دي، (۳) د رنځ و کړاو پای ته رسول شوني دي، (۴) " اته اصیلې تګلارې" د دې ستونزې حل دي. دا اته لارې سم فکر، سمه وینا، سمه کړنه، سمه ګټه وټه، سمه هڅه، سم تمرکز، او سمه مراقبه دي. بودا باور درلود چې یوازې پر ذهن د واکموندلو، مهربانۍ او بصیرت له لارې انسان کولای شي ریښتینې آرامتیا ومومي.
په ټولنیز او اخلاقي لحاظ، بودا غوښتل چې خلک له کرکې، تاوتریخوالي او غرور څخه ځان خلاص کړي او پر ځای یې مینې، لورېینې او همدردۍ ته وده ورکړي. هغه د ټولنیزو طبقاتو، مذهبي تشریفاتو او مادي شتمنیو پر ځای، د فردي تجربې او باطني روښانتیا ارزښت ته لومړیتوب ورکاوه.
بودا د خدای، جنت او دوزخ په اړه روښانه و څرګنده ګروهه و نظر نه درلودل. د ده فلسفه تر ډېره پر عملي روحاني تجربې او ذهني روښانتیا متمرکزه وه. هغه د خدای په اړه څه نه ویل، باور یې درلود چې د خلاصون او روښانتیا (نیروانا) لپاره د یو چا عبادت یا دعا کول اړین نه دي. نیروانا هم ډېره د پېژندنې وړ نه وه او د بودا لارښوونو دا څرګندوله، چې د ژوند له رنځ و کړاوڅخه د تل لپاره ځانژغورل او ابدي ارامۍ ته رسېدل یو ځانګړی کیفیت دی، چې نیروانا بلل کیږي.
د جنت او دوزخ په اړه، بودا وویل چې دا مفاهیم یوازې ذهني او کارمیک حالتونه دي، نه فیزیکي ځایونه. د ده له نظره، که څوک نیک عمل وکړي، مهربانه وي، او د " اتو اصیلو کړنلارو" پیروي وکړي، نو هغه به خوشحاله، سولهییز ژوند ولري، چې دا په خپل ذات کې جنت ته ورته دی. خو بلخوا، که څوک له کرکې، شهوت، او ناپوهۍ ډک ژوند ولري، نو هغه به په دوامداره ډول کړیږي او رنځیږي، چې همدا دوزخ دی.
په بودیزم کې، د کارما قانون یو مهم اصل دی، چې وایي: "هره کړنه خامخا یوه پایله لري." دا قانون د دې پر ځای چې انسانان د خدای د قضاوت تابع وګڼي، هغوی ته دا درس ورکوي چې د دوی اعمال د دوی راتلونکی ټاکي. له همدې امله، بودا د خدای، جنت او دوزخ پر ځای د اخلاقو، پر ذهن واکمنېدو، او روښانتیا له لارې ژغورنې ته ځانرسول مهم ګڼل.
بودا ته د هغه د ژوند په روستیو کې وړاندیز وشو، چې خپل ځایناستی وټاکي، بودا وویل: ځایناستي ته اړتیا نهشته زما لارښوونو ته پام وکړئ او نورو ته یې ورسوئ. بودا د خپل ځان د پرښتنې یا لمانځنې مخالف و. هغه نه ځان خدای ګاڼه، نه د خدای استازی او نه هم کوم سپېڅلی یا مذهبي یا دیني شخص. خپلې لارښوونې یې هم دیني لارښوونې نهګڼلې. اوس نو پوښتنه کیږي، چې څه وشول چې نړۍ د بودا له بُتانو ډکه شوه او اوس د پلویانو د سرشمېرنې له نظره د نړۍ له لویو او مهمو دینونو څخه ګڼل کیږي؟
بودیزم د بودا تر مړینې روسته، چې شاوخوا په ۴۸۳ مخزیږدي کې پېښه شوه ورو ورو د هغه د شاګردانو د هڅو او د هغه د لارښوونو د خپرېدو له لارې رامنځته شو. بودا په خپل ژوند کې هیڅ متن نه و لیکلی او ښوونې یې په شفاهي ډول د هغه د پلویانو له خوا لېږدېدې.
د بودا له مړینې سمدستي وروسته په کوشیناګار کې، د هغه مهمو شاګردانو، چې مشري یې د «ماهاکاشیهپه» په نوم یوه راهب کوله، لومړنۍ بودایي شورا په راجاګریها ( د هیند اوسني راجګیر) کې جوړه کړه. د دې شورا موخه د بودا ښوونو ساتنه او تدوین و. په دې شورا کې:
آناندا، د بودا تر ټولو نږدې شاګرد، سوتراګانې (د بودا ویناوې) له یاده بیان کړې.
اوپالي، یو بل شاګرد، د راهبانو قوانین (وینایا) روښانه کړل.
په راتلونکو پیړیو کې، بودیزم د راهبانو او سوداګرو له لارې په هیند او ګاونډیو سیمو کې خپور شو. خو د بودا د ښوونو په تفسیر کې اختلافات راڅرګند شول.
د بودیسم په خپراوي کې واکمنو په تېره بیا د موریا د لړۍ نوموتي پاچا اشوکا ډېره ونډه لرله، اشوکا د بیندوساره زوی او د چندراګوپتا (د موریا واکمنۍ بنسټوال) له زوزاتو څخه وو، یوه انا یې ګندهارۍ وه، ځکه یې افغانستان ته د بودیزم په خپرولو کې هڅه وکړه، کندهار او د هراویتي (سرسوتي = ارغنداو) غاړې ورته سپېڅلې زمکه ښکارېده. څوک څه خبر، چې اشوکا او نورو واکمنو د بودايي لارښوونو په پلمه خپله واکمني پراخوله؟ اصلي کیسه دلته ده.
د بودا پژې/ مجسمې یا بُتان هم د ده له مړینې شاوخوا پینځه سوه کاله روسته په لومړۍ او دویمه میلادي پېړۍ کې راپیل شول. په اول کې یې یوازې د ده ځينې نښې یادولې یا لمانځلې:
د بودا پښې: د هغه د سفر او ښوونو نښه وه. د بودي ونه، چې بودا ورلاندې مراقبه و، د هغه د روښنایي (بودی) کېدلو د ځای نښه ګڼل کېده. چکر یا څرخ: د دارما (ښوونو) د خپرېدو نښه وبلل شوه او ستوپا: د هغه د مړینې او نیروانا ( د بشپړې ژغورنې ) یادګار ګڼل کېدل.
په لومړۍ او دویمه میلادي پېړیو کې د بودیزم په جغرافیا کې د هغه د پژو یا بُتانو د جوړولو دوه لوی مکتبونه رامنځته شول، یو د ختیځ افغانستان د ګندهارا مکتب او بل یې د هیند په شمال کې د متهورا مکتب. په دې توګه د بودا اخلاقي او عرفاني لارښوونې ورو ورو په یوه دین او د بُتپرښتنې په یوه عادت واړول شوې.
په دې لړ کې ډېرو شوراګانو، راهبانو، واکمنو او چالاکو خلکو د بودا او بودیزم له نومونو څخه ګټه پورته کړه. د بودا بُتان د بودا د ښوونو له ارزښتونو سره نه، بلکې د هغه د پلویانو له ځانغوښتنې څخه جوړ شول.
***
د مصر فرعونان ښه پوهېدل، چې رع، ایزېس، امون، حوروس، انوبیس یا اتون ریښتیني خدایان نهدي، فراعنه ځکه د دغو خدایګوټو پژو (بُتانو) ته ښکته پورته کېدل، چې تر سیوري یې خپل سیاسي قدرت وساتي. مصري خدایګوټي د هغو لومړنیو سیاستوالو په ذهنونو کې جوړ شول، چې د دغو بُتانو په نوم یې پر خلکو خپله واکمني پیلول غوښتل.
مسیحیت په اسماني ادیانو کې مهم دین دی، چې بنسټ یې په وحدانیت ایښوول شوی. مسیحیت د یهودیت په بستر کې رامنځته شو. په یهودیت او ټولو ابراهیمي ادیانو کې بُت پرښتل ناروا دي. په لومړنیو کلونو کې چې د حضرت عیسی (ع) پلویان د روم د اېمپراتورۍ او یهودي بنسټپالو له خوا تر تعقیب یا کړاو لاندې ول، دوی به د خپل دیانت ځينې نښې پټې ساتلې، چې یو یې صلیب و. همدا راز د کب (ایکتوس) نښه او د غوره شپون انځور د دوی لپاره سپيڅلي ګڼل کېدل. خو همدا چې د کنستانتین (قسطنطن) رومي اېمپراتور له خوا په ۳۱۳ میلادي کال کې مسیحیت ازاد اعلان شو او روسته د روم د ټولواکمنۍ په رسمي دین بدل شو، د رومي هنر تر اغېز لاندې د لومړي ځل لپاره د مریمې او مسیح پژې/ مجسمې جوړې شوې، چې تر دې روسته یې په کلیساګانو کې شمېر زیات او شتون حتمي شو.
رومیانو له مسیحیت څخه د خپلې واکمنۍ د ټینګولو او پراخولو لپاره د وسیلې په توګه کار اخیست او د بُت جوړونې اړتیا یوځل بیا سیاسي واک او ګټې وټې لپاره رامنځته شوه.
یوه بله بېلګه: په اسلام او ابراهیمي دینو کې باور داسې دی، چې د کعبې خونه حضرت ابراهیم (ع) جوړه کړه، چې پخپله تر ټولو لوی موحد او بُت ماتوونکی، بلکې د دیني متونو پربنسټ د بشریت لومړنی بُتماتوونکی دی. څه پېښه شوه، چې د حضرت ابراهیم ع د زوی حضرت اسماعیل ع زوزاتو د خاتمالانبیا (ص) د بعثت ترمهاله د کعبې خونه له بُتانو څخه ډکه کړه؟
د ابن هشام د سیرت او نورو سرچینو په روایت د جاهلیت په زمانه کې په کعبه کې ۳۶۰ بُتان ايښوول شوي وو، چې د مکې ترفتحې روسته د حضرت رسول اکرم (ص) په حکم مات او کعبه یې له وجوده پاکه کړای شوه.
کیسه بیا هم د ګټې او سیاسي واکمنۍ ده. مکه د سوداګرۍ مهم ښار و. د جاهلیت په زمانه کې له هرې خوا ورته کاروانونه راتلل، بېلابېلو قبیلو ته دغه سوداګریز منځي مهم و او هرې قبیلې ته خپل بُت د پرښتنې وړ ایسېده، ځکه یې غوښتل په کعبه کې یې وساتي. تر نورو مهم بُت (هبل) قریشو ته مهم و، قریش د مکې واکمنه قبیله وه، بُت یې هم مهم و. بُتان د دینونو له اصالت او معنوي روح سره اړیکه نه لري، بلکې دا له دین څخه د ګټې وټې، سیاسي استفادې، واک و ځواک راخپلولو لپاره وسیلې دي، چې دینکاروونکي سیاستوال یې جوړوي.
وړاندې مو وویل، چې پژې/ مجسمې جوړول یو هنري کار هم دی، دا لکه انځورګري په تجسمي هنرونو کې مهم ځای لري او د رېنسانس په دوران کې یې په فرهنګي بدلون کې مهم ځای لرلی دی. په اوسنۍ نړۍ کې د لرغونیو پژوساتنه، چې تاریخي و ارکیالوژیک (لرغونپوهنیز) ارزښت لري هم له دې بحث څخه بهر دي، خو د پرښتنې (عبادت) په پار جوړ شوي بُتان تر ډېره بریده د یوه اخلاقي، فیلوسوفیک، دیني، ایډیولوژیک او فکري بهیر څخه د هغه له وجودي منطق ورهاخوا د ګټې وټې، سیاسي واک و ځواک او د هر بهیر د چالاکه پلویانو له خوا د پامرااړولو په پار پیلیږي.
هر وګړی، هره ډله او هر ټولنیز پوړ چې د دین، ایډیولوژۍ یا فیلوسوفیکې – اخلاقي لارې په کارولو ځان واک ته رسول غواړي او اقتصادي موخه ولري، د دین و ایډیولوژۍ په ارزښتي اصالت کې بدلون راولي، همدا د بُت جوړونې پیل دی. دا اړینه نه ده، چې تل دې جوړېدونکي بُتان ولیدل شي، ټول بُتان ډبرین، وسپنیز، لرګین یا انځوریز نه وي، له ګروهې و مذهب څخه د سیاسي واک ته رسېدا لپاره هره ناروا هڅه په خپله د بُت جوړونې سرچینه ده. د بُت جوړېدو د پیل شېبه هغه ده، چې د ځينو وګړیو په ذهن کې له دین څخه د مادي ګټې او واک ته د رسېدو تنده و تلوسه پیدا شي. د دین په نامه سیاست کول او په دین پورې خرافاتي دروغ تړل، حیله کول، انسان وژل، د دین له نامه په ګټنې ظلم کول د بُت جوړېدنې او بُت پرښتنې د زېږېدا پیلامه ده.
خرافات د بُت پرښتنې پیل دی
خرافات دوه ډوله دي، لومړی دا چې د تخیلي موجوداتو په خارقالعاده شتون باور وشي. دیو، ښاپېرۍ، شیشکه، مردازمای، الوتونکي ښاماران او داسې نور چې اساطیري بڼه لري او کیسې یې له یو نسله بل ته لېږدي.
دویم ډوال په مذهبي یا سیاسي شخصیتونو پورې د خارقالعاده کړنو او معجزو تړل او د خرافاتي ځانګړتیاوو په مرسته د هغوی لوی او ریښتیني ثابتول دي.
هماغسې، چې اناګانې، نیکونه و میندې د دیوانو او ښاپېریو په کیسو د خپلو ماشومانو ذوقي تنده خړوبوي او هغوی په کیسو کیسو خوب ته بیايي، سیاسیون او چالاکه ګټیالي د ټاکلیو شخصیتونو یا سیاسي ډلو په خارق العاده ځانګړنو ټولنه غولوي او یا یې ډاروي.
سیاستوال چې کله وغواړي ټولنه د ماشومانو په شان وغولوي او ویده یې کړي، نو په اعتقادي باورونو پورې یې خرافات غوټه کړي.
په اسماني دینو کې باور دا دی، چې یوازې د څښتن استازي (پیغمبران) د معجزو ښوولو وس لري او هغه هم د خدای په اراده. د پيغمبرانو معجزې هم معلومې دي، تر هغه را دېخوا د معجزو دروازې بندې دي. د نورو ښو انسانانو د کراماتو څرنګوالی او څومره والی هم یوه اختلافي موضوع ده.
خو تقریباً په ټولو دینو، ایډیولوژیو او ان سیاسي مکتبونو کې د واک و ځواک ساتلو او ځان لوړګڼلو لپاره خرافي باورونه تبلیغیږي او داسې افسانې جوړیږي، چې له ټاکلیو انسانانو، سیاسي ډلو یا فکرونو څخه بُتان جوړوي.
یو کس په سپینسترګي لګیا وي، چې : « ګډان، چرګان او لمان باید موږ وخورو چې د دین کار وبار کوو، د دونیا خلک یې ولې خوري؟» همدا له ځانه بُت جوړول دي، د یوه ټولنیز پوړ لوړتیا هغه هم د دیني اعتقاداتو پر بنسټ او بیا یې له خلکو څخه د امتیازاتو غوښتنه د بُت جوړولو پیلامه ده.
ګڼ ځله خرافات د خوبونو په مرسته تمثیلیږي. ډېرو خلکو خپل ایډیال شخص په خوب لیدلی وي چې په سپین اس راځي او ده ته امر کوي، چې د خلکو مشرشي.
د سیاسي سیالیو او مبارزو په جریان کې ډېر خوبونه لیدل کیږي، پیغمبران په خوب لیدل کیږي او له کومې بلې دونیا سره تیلیفوني خبرې کیږي، چا ته زوړند پسونه راځي، د چا مشران په هوا کې ګرځي، د چا تر پیر لاندې دیوال روانیږي، په ځینو معاصرو جګړو کې د ملایکو لښکرونه لیدل کیږي، چې جنګیږي او یا نور سپيڅلي شخصیتونه یې د جګړې قومانده ورکوي.
یو مذهبي جنرال دعوه کوي، چې پلانۍ خاوره پیغمبر د دوی په هېواد پورې تړلې او څوک يې ترې بېلولای نه شي.
د پلاني مبارک په توره ان په افغانستان کې غر نیم کړای شوی او یا د اوبو بند پرې جوړ شوی، د پلاني مبارک د اس سُم په پلاني غره کې نقش شوی... دا تصادفي او له ناپوهۍ راپنځېدلې کیسې نه دي، د ګڼو داسې خرافاتو شاته سیاسي اهداف شته.
مخکې یادونه وشوه، چې بُتان یوازې اجسام نه دي، سیاستونه، ویناوې، افکار، تخیلات او له مبالغې ډکې ادعاوې هم ذهني بُتان جوړوي او خلک بُتپرښتنې ته رابولي.
تر بودا روسته یې پلویانو په هغه پورې ډېرې افسانې وتړلې. د هغه ایرې یې سره وویشلې او څو ځایه یې پرې زیارتونه (ستوپې) جوړ کړل، د سیزلو ځای یې زیارت شو، زمانې روسته یوځل بیا بودايي راهبانو نورو ځایونو کې زیارتونه جوړ کړل، چې ګواکې دلته د بودا غاښ خښ دی او هلته یې ویښتان دي. ان د هغه د ایرو په کټوري هم لوی مزدک جوړ شو، دا هرڅه د بودا له فکري لارښوونو سره اپوټه او سرچپه پيښ شول، د دې لپاره چې د ستوپو او معابدو مینجوران او متولیان ځانونه سپېڅلي مشران کړي او په بودا د باورمنو خلکو ترمنځ مشران شي، پیسې، خواړه او ښه ژوند وګټي او سیاست وکړي.
مصري فرعونانو د خپلې زمانې مهندسان او واستاکاران اړ کړل، چې د مقناطیس په کارولو خپل تخت په هوا کې ودروي او په دې وسیله د خدايي دعوه وکړي. هیندي مرتاضان به د ژورو اوبو پرسر ناست وو او د اسلامي دورې پیران به په ولاړو دیوالونو سپرېدل چې دیوالونه ترې لاندې روان شي. همدا اوس په ګڼو کلیو کې د پیر نظرځای یا دمه ځای شته چې خلک يې درناوی کوي. نه پیر معلوم دی او نه یې ریښتینولي، خوخلک یې جنډې په سترګو موښي، بُتان یوازې مجسمې نه دي.
د پیر د خیرنو لاسونو تر مینځلو روسته د هغه د چیلمچي اوبه څښل او د ناروغیو علاج یې ګڼل پخپله بُت لمانځنه ده.
په نړۍ کې به تر هغو بُت جوړېدنه او بُتپرښتنه روانه وي، چې د خلکو له باورونو او اعتقاداتو څخه د ځینو چالاکه او دروغجنو وګړو یا ډلو شهرت، شتمنۍ، سیاسي واک و ځواک ته د رسېدلو لپاره د ګټې اخیستنې غریزه ژوندۍ وي.
څومره چې خلک هوښیاریږي او شعور لوړیږي، له اعتقاد څخه د ګټه اخیستونکیو سیاسیونو چلونه هم پېچلي کیږي، په دې توګه د بُت جوړونې و بُت پرښتنې بڼې بدلیږي، خو پای ته نهرسیږي.