د اروپایي ټولنې کمېشنره: له ټولنې د افغان مېرمنو حذفول، له بشري حقونو «ظالمانه» سرغړونه ده
د اروپایي ټولنې د برابرۍ څانګې کمېشنره هدجه لحبیب وایي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې افغان مېرمنې د ټولنې له ټولو اړخونو حذف شوې دي چې دا له بشري حقونو یوه «ظالمانه» سرغړونه ده.
نوموړي پر اېکس پاڼه د افغان ښځینه فعالانو سره د لیدنې یو تصویر په خپرولو سره لیکلي، چې طالبان نشي کولی د افغانستان نیمایي نفوس له خپلو حقونو او ټولنیز او اقتصادي ګډون څخه بې برخې کړي.
هغې په دغه یادښت کې د افغان مېرمنو د زړورتیا ستاینه کړې او ویلي یې دي:« ان په دغو تیارو ورځو کې افغان ښځې او نجونې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.»
هغې ټینکار کړی، چې اروپايي ټولنه دوی نه ناهیلې کوي او په دغه سخت حالت کې د دوی ترڅنګ ولاړه ده.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، دغې ډلې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې پر ښځو او نجونو ګڼ بندیزونه لګولي؛ چې دوی یې د زدهکړو په ګډون له خپلو ځینو بنسټیزو هم حقونو هم بې برخې کړې دي.
د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو دغه ډول کړنې په نړۍوالو دریځونو کې هم نیوکې راپارولې دي.
د ښځو د حقونو ملاتړو سازمانونو، ملګرو ملتونو او هېوادونو په وار، وار پر طالبانو غږ کړی، چې د ښځو پر وړاندې دې خپل دغه ځپونکي فرمانونه او بندیزونه لرې کړي.