محمد بن سلمان او پوتین د دوه اړخیزې همکارۍ او د اوکراین د شخړې په اړه وغږېدل
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسنۍ همکارۍ او د هغې د لا پراختیا پر لارو چارو ټلېفوني خبرې کړې دي.
د سعودي عربستان مطبوعاتي ادارې (اېسپيای) د معلوماتو له مخې، په دې خبرو کې د اوکراین د کړکېچ د حل پر هڅو هم تمرکز شوی دی.
د ایس پي ای په وینا، ولیعهد د سعودي عربستان په ژمنتیا ټینګار وکړ چې د خبرو اترو د اسانتیا او د اوکراین وضعیت ته د سیاسي حل د ترلاسه کولو لپاره ټولې اړینې هڅې ترسره کړي.
د سعودي عرب مطبوعاتي ادارې زیاته کړې، د روسیې ولسمشر د دې هڅو لپاره خپل ملاتړ بیا تکرار کړ.
سعودي عربستان د اوکراین د شخړې د پای ته رسولو ګوربه دی، خو د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له قوله خبر ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوربند وړاندیز ردولو ته چمتووالی نیسي او په وینا یې، هغه د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د دغه حقیقت له ویلو څخه وېره لري.