واخان ته د طالبانو د پاملرنې ژمنې؛ طالبان وایي، د چین تر پولې یې خامه سړک بشپړ کړی

د طالبانو د کلیو او بیارغونې سرپرست محمد یونس اخندزاده وایي، د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې یې د چین تر پولې پورې خامه سړک بشپړ کړی دی. هغه ویلي، دا تر اوسه پورې ټرانزېټي سړک نه دی او په دې اړوند باید د دوی د ټولګټو وزارت لاس په کار شي.

هغه دغه څرګندونې د واخان کوریډور د دویم فاز سړک د جغل اچونې اړوند د یوه قراداد د لاسلیکولو په مراسو کې وکړې.

هغه وویل، چې د واخان خلک له اساسي ستونزو سره مخ دي او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته یې لاسرسی نه لاره چې له همدې امله د چین تر پولې پورې هلته د لومړني خامه سړک چارې رسېدلي دي.

هغه ویلي، دغه راز یې په تازه قرارداد کې «۷۱ کیلومېټره » د خامه سړک د جغل اچونې هوکړه کړې چې د راتونکي کال تر پایه پورې به بشپړې شي.

د طالبانو د کلیو ا‌و پراختیا وزارت سرپرست وايي، د دوی له لوري دغه جوړ شوي سړکونه ټرانېزېټي سړکونه نه دي.

محمد یونس اخندزاده د طالبانو له ټولګټو وزارت څخه غوښتي، چې له چین سره د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره باید د یاد سړک د ټرانېزیټي کېدو لپاره لاس په کار شي.

طالبانو پخوا په خپلو ژمنو کې یادونه کړې وه، چې په واخان دهلېز کې اساسي سړک جوړوي؛ خو اوس څرګنده شوې، چې دغه سړک خامه دی او د سوداګریزې لارې د کارېدو وړ نه دی.

طالبانو د خپلو تبلیغاتو په لړ کې د دغه لارې بشپړېدل له چین سره د ټرانزیټ مهمه هڅه بلله؛خو اوس څرګنده شوه، چې دغه سړک د ټرانزېټي تګ راتګ جوګه نه دی او لا هم څرګنده نه ده چې څه وخت به په اساسي توګه ورغېږي.

نیوکې دا دي، چې طالبان د رغنیزو پروژو په برخه کې تر تبلیغاتو محدود دي او غواړي ډېرې وړې پروژې د پروپاګنډ له مخې لویې ښکاره کړي؛ خو په پای کې بیا په عملي توګه هېڅ نه لیدل کېږي.

د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت د سرپرست دغو تازه څرګندونو جوته کړه، چې طالبانو د واخان کوریډور د سړک د لومړي فاز د جغل اچونې د پیل پر مهال د اساسي سړک جوړونې تش تبلیغات کړي‌ وو.