سرچینې: ټاکل شوې، چې د شنبې په ورځ یو وار بیا د تورخم د ستونزې حل لپاره مذاکرات وشي

په تورخم کې سرچینو د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي، ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ یو وار بیا د تورخم د ستونزې حل لپاره مذاکرات وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم ستونزه لا هم نه ده حل شوې او د تورخم دروازه نن د ۲۱مې ورځې لپاره هم تړلې پاتې ده.
له جرګې سرچینې وایي، چې نن جمعه د افغانستان رسمي رخصتي ده؛ نو خبرې اترې سبا لپاره پاتې شوې.
د تورخم دروازې د ستونزې حل لپاره د جوړې شوې جرګې پاکستاني اړخ مشر سید جواد حسین کاظمي تېره ورځ د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي و، چې د جرګې لپاره یې ۵۰ کسیزه ډله جوړه شوې ده.
نوموړي ویلي و، چې د افغان جرګې اندېښنې لرې کړل شوې دي او هغه کسان چې په جرګه کې یې ګډون ته اړتیا نه وه؛ له دغه نوملړه اېستل شوي دي.
تر دې وړاندې هم د دغه ستونزې د حل لپاره (د مارچ په ۹مه) د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه جرګه جوړه شوې وه او جرګې اوربند وړاندیز کړی و.

د تورخم دروازې د تړل پاتې کېدو له امله د خلکو لالهاندي
د دغې لارې تړل پاتې کېدو زرګونه مساپر ناروغان او سوداګر له سختو ستونزو سره مخ کړي دي او د نښتو له امله دواړو غاړو ته ګڼ شمېر کورنۍ بې‌ځایه شوې هم دي.

له بل پلوه په تورخم کې د بشري مرستو په ګډون سلګونه بار وړونکې لارۍ هم بندې پاتې دي.
د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواری وایي، چې بې ځایه شوو خلکو د لنډي کوتل جامع جومات ته پناه وړې او خپله د لنډي کوتل څخه تر تورخمه پورې لاره د بار وړونکو موټرو څخه ډکه ده او موټرچلوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.
د عمران په نوم یو موټرچلوونکي د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي، چې هغه له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې مچني پوستې ته نږدې له خپل موټر سره بند پاتې دی.
نوموړي ویلي، ځايي رضاکارانو د دوی لپاره روژه ماتی برابروي.
د هغه په وینا، هلته بازار نشته او نه هم دوی سره دومره پیسې شته چې خوراکي توکي پرې وپېري.